په ختيځ کي يو بهرنى ووژل سو

عطاالله محمدي | جولای 18th, 2012


لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په ختيځ کي د ماين چاودني يو بهرنى وواژه.
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي بهرني د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت پټ ساتلى.
وسله والو طالبانو په ختيځ کي په بېلابېلو سيمو کي پر بهرنيانو د بريدو خبر ورکړى او هغوى ته پکښي د مرګ ژوبلي د اوښتو خبره هم کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024