هلمند: په ناوه کي روغتيايي کلنيک پرانستل سو

د لراوبر اداره | جولای 18th, 2012


ياد شوى كلنيك د ناوې ولسوالى په عينك سيمه كې د يوكال په موده كې په پاخه اواساسي ډول د افغانستان لپاره د روزنيزپرمختيايي پروگرام يا ACTD ادارې په مرسته جوړشوى چې د چهارشنبې په ورځ د ولايت مقام د دفتررئيس محمد لعل احمدي اوناوې ولسوالى د مسؤلينولخوا د پټى په پريكولوسره گټې اخيستنې ته وسپارل شو.



ددې پرانيستې پرمهال د ولايت مقام د دفتررئيس محمد لعل احمدي وويل چې ياد شوى كلنيك په يوه پوړكې اته خونې،مجهزتشنابونه،د بريښنا سيستم اوټول روغتيايي ملحقات يې په پام كې نيول شوي دي چې د څه باندې درى سوه زره امريكايي ډالروپه لگښت د يادې شوې ادارې لخوا په پاخه اواساسي ډول جوړشوى دى.


د نوموړي په وينا چې په ياد كلنيك كې به اته تنه روغتيايي كاركوونكي كاركوي اود سيمې له اوسيدونكوڅخه يې وغوښتل چې له دولت سره خپله همكاري نوره هم زياته ترڅوپه سيموكې پرمختيايي چارې نوره هم چټكتيا ومومي.


 

Copyright Larawbar 2007-2024