ماین چاودنې اته ملکی کسان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 19th, 2012


طلوع خبری شبکه د محلی چارواکو په حواله راپور ورکوی چی نن سهار د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالي کی د سړک د غاړې ماین اته ملکی کسان ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل . محلی چارواکی وایی چی دا ریموټ کنټرول بم و چی د پولیسو موټر ورڅخه تیر سو خو د ملکی خلکو پر موټر وچاودېد .
د دې پیښی مسؤلیت چا نه دی منلی خو چارواکو وویل چی دا د طالبانو کار دی .

Copyright Larawbar 2007-2024