کور / تازه خبرونه / د کندهار او کوئټي تر منځ ۳۰۳ بسونه تګ راتګ پيلوي

د کندهار او کوئټي تر منځ ۳۰۳ بسونه تګ راتګ پيلوي

د کندهار او کويټي ښارونو ترمنځ به د درې سوه دري ډوله موټرونو تگ راتگ پيلوي.
کندهار افغانستان-.د کندهار د ترانسپورت نجيب الله احمدي نن د رسنيو سره په خبرو کښي وويل چي ياد رياست د ولايتي چارواکو سره په گډه د کندهار او کويټي د ښارونو ترمنځ د لويو موټرونو تگ راتگ لپاره پراخي هڅي پيل کړي دي او په وينا چي يادي هڅي يې دا مهال پنځه نوي سلنه بشپړي سوي دي او يوازي د تلونکو او راتلونکو کسانو د رسمي اجازي پرسر او امنيتي چارو باندي خبري رواني دي .


د ترانسپورت رئيس نجيب الله احمدي همدا راز وويل چي د ياد رياست لخوا په کندهار ښار کښي پنځوس عرادې کاسټر موټرونه د وړونکو کسانو لپاره په ډيره ټيټه بيه د ښار د ختيځ لوري انصاري مېني څخه حرکت کوي او تر ميرويس مېني پوري تگ کوي . او ترڅنگ يې شل عرادي سراچه موټرونه د کندهار ښار څخه د نړيوال هوايې ډاگر تر مينل پوري ښاريانو ته د ښه ټرانسپورټي خدمتونو د برابرولو په موخه د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په ځانگړي پاملرنه  ترافيکو مديريت او کندهار ښاروالۍ په همکارۍ سره ياد ټرانسپورټي خمتونه برابر کړي دي .
د دي ترڅنگ د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان هم د ټرانسپورټي خدمتونو د برابرولو په برخه کښي يادي هڅي ښه گام بولي او زياتوي چي د دې ډول ټرانسپورټي خدمتونو په برابرولو سره به په ښار کښي دهغه عراده جاتو مخه ونيول سي چي ترافيکي نظم يې د گواښ سره مخ کړى دى .
پاته دي نه وي چي په ننۍ اداري مجلس کښي هم د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا لخوا ټنگار وسو ترڅو د دې ترانسپورتي خدمتونو څخه د ښاريانو داستفادې په موخه عامه پوهاوى هم تر سره سي او د ورته نورو اسانتياوو په برابرولو کښي هم د هيڅ ډول زيار او کار څخه د دولتي ادارو مسولين ډډه ونه کړي .