کور / تازه خبرونه / سعودي او قطر سبا جمعه د روژې مبارکي لومړۍ ورځ اعلان کړه

سعودي او قطر سبا جمعه د روژې مبارکي لومړۍ ورځ اعلان کړه

د الجزيرې د خبر له مخي سعودي عربستان او قطر سبا د جمعې ورځ د جولای د مياشتي شلمه نېټه د روژې مبارکي مياشتي لومړۍ ورځ ده .

د افغانستان په ګډون په نړۍ کي ډېر اسلامي هيوادونه د سعودي عربستان سره يو ځای روژه پيلوي .

ټولو درنو هيوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته د روژې د مبارکي مياشتي د رارسيدلو له امله مبارکي وايو ، د عبادتونو ، خوارو او غريبو خلکو سره د کومک او ټولو فرايضو په ادا کولو کي توفيق ورته غواړو .

لراوبر ويبپاڼه په پام کي لري چي سږکال هم يو لړ اسلامي معلومات او ځانګړي خپروني خپلو لوستونکو او اوريدونکو ته وړاندي کړي .

www.Larawbar.com/audio

د لمونځونو او روژې نيولو او ماتولو وختونه پر دې لاندي پته ترلاسه کړئ يا يې خپلو کمپيوټرونو او موبايل ټيلفونونو ته واچوئ :

http://islamicfinder.org