د لوګر په ازره ولسوالي کي هم ولسي پاڅون سوى

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جولای 19th, 2012


لاندي ليک لراوبر ته له لوګر څخه راغلى چي موږ يې کټ مټ خپروو:

پرون په ازره والسوالی کی د طالبانو په ضد ولسی پاڅون وشوو او طالبان هم په دوه ډلو وویشل شول چي یوه د ولسی پاڅون په طرف ودریده اوله بلی ډلی سره يۍ جګړه پیل کړه.
د طالبانو سختزړی ډلی چی د ازره له سپین جومات سیمی څخه يي د طالبانو یو حامی حاجی زرغون په نوم وتښتولو د ببرزیو د فوم د یوی وړی پښیۍ قومی مشر بلل کیده او د میانروي طالب قومندان به نوم يۍ شهرت درلود.
دا طالب چارواکی د ادم کوچی او لعل محمد په مشری سخت دریزي ډلی وتښتاو چی به دی ډلی کی لاندی طالب چارواکی ګډون لری
۱:ادم کوچی
۲:امارتی
۳:لعل محمد
۴:هاشمی
۵:شیرخان

ددوی په ضد ولسی خللک راووتل او د شین کونډ په سیمه کی یي طالبان محاصره کړل په دی وخت کی ملی پولیس هم کومک ته راورسیدل کله چي نور میانروی طالبان خبر شول چی زمونږ د ډلی حاجی زرغون يي تښتولی دی هغوی هم له خپلو وسلو سره د ولسی خلکو او ملی پولیسو سره يوځای شول او د ادم په مشری د طالبانو له ډلی يي ۹ نهه کسان له وسلو سره ژوندی ونیول او بو میل هاوان توپ يۍ هم ترینه ونیوه او تښتول شوی يۍ هم ترینه راخلاص کړ. د میانروی طالب مشران به لاندی ډول دی.
۱:وکیل د امروت د کلی
۲:صراعظم معروف خیل
۳:محمد نبی په قوم ببرزی
۴:سیداګل په فوم ببرزی
۵:نعمت الله باغکي
۶:ملا عبدالرحمن سیف الدین خیلو له قوم څخه.

په ازره کی د امنیی قومندان د ببرزیو د قوم څخه دی د نوموړی او دده دقوم مربوط طالبانو تر منځ څو میاستی د مخه یو پر بل د نه تعرض تړون وشو د همدی تړون له مخی طالب چارواکی د والسوالی په مخکی له و سلو سره ځی او راځی د ولس په منځ کی په اربکیو طالبانو شهرت لری خو دغه تړون حکومت ته کومه ګټه نده کړی ځکه د تړون له مخی دولت حق نلری چي په کلیو کی دولتمداری یا قانون حاکم کړی او ولسوالی ته یواځی ودانی ورپاتی دی،له هلیکوپتر پرته بله د اکمال لار هم نلری.

حاجی زرغون د خالص د ګوند قومندان وو او قومندان عبدالحق په ۲۰۰۱ کال کی چي کله لومړی ځل ازره ته داخیل شو نو دری شپي يۍ په پټه له نوموړی سره وکړی او له هغه ځایه يۍ د ازره د یو قومی مشر وکیل بسم الله کور ته بوتللو او بیا يي نور طالب چارواکو ته خبر ورکړ چي عبدالحق ازره ته داخیل شوی او نن د وکیل بسم الله په کور کي وو او فعلا په سپاندوکڅ سیمه کی د حصارک په لور په لاره دی.
د نورو حالاتو لپاره د ازره د ولسوال نمبر واخلی خو نمبر باید چاپ ته و نه سپارل شي.

مننه
منګل اغا
لوګر ازره.

Copyright Larawbar 2007-2024