کور / تازه خبرونه / کندوز: دینې عالمانو د قدرت د لیږد بهیرنه ملاتړاعلان کړ

کندوز: دینې عالمانو د قدرت د لیږد بهیرنه ملاتړاعلان کړ

دینې عالمانو اوقومې مشرانو په کندوز کې دیوې غونډی په ترڅ کې امنیتې مسوولیتونو لیږد بهیر څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.

سلګونه تنه دینې عالمان، مخور،قومی مشران اومتنفذین دیوې غونډي په ترڅ کې په یاد ولایت کې دامنیتې مسوولیتونو لیږد بهیرنه هرکلۍ اوملاتړوکړدغودینې عالمانود افغان دولت دغه ګام مثبت وباله اوله خلکوېې وغوښتل ترڅودامنیت په خوندیتوب کې دامنیتې ځواکونوسره اوږه په اوږه مرسته اوهمکارۍ وکړئ.

دینې عالمانوملاتړاعلام پداسې حال کې کیږي چې تیره اونۍ د کندوز ولایت پنځوولسوالیوامنیتې چارې له بهرنیوځواکونو څخه افغان امنیتې ځواکونوته وسپارل شوي چې قدرت لیږدبهیر ددغه ولایت
یوشمیراوسیدونکیوسره انديښنې راپورته کړئ ځينې دغه کارد وخت دمخه بولې.

د یاد ولایت دینې عالمان اواوسیدونکې وایې دامنیت ساتنې لیږدبهیریوه حیاتې مسله ده چې باید له بهرنیوځواکونو څخه افغان امنیتې ځواکونوته وسپارل شي دغه دینې عالمان اوقومې مشران په داسې مهال دملاتړغږکوی چې د دوی په باور اوس افغان امنیتې ځواکونه کولای شي ددغه ولایت امنیت پخپله ټینګ کړئ.

بل لورته د کندوز ولایت د سولې عالې شورا مشراسدالله عمرخیل وايې دینې عالمانو د غونډی موخه په یاد ولایت کې دقدرت لیږد بهیرڅخه ملاتړو همدغه راز هغه زیاته کړه په غونډه کې دینې عالمانوژمنه وکړه چې اوږه په اوږه به دوی له افغان دولت سره دمخالفینوپه پیژندلو اونیولوکې مرسته کوي ترڅوپه یاد ولایت کې امنیت په بشپړډول ټینګ شي.

دغوعالمانود روژی د مبارکی مياشتی په درشل کی له ټولوکسانوپه ځانګړی ډول له ځوانانوڅخه غوښتنه وکړه چی دروژی په نيولوکی دی هيڅ ډول بی غوری نه کوی ځکه روژه په ټولومسلمانوفرض ده.
ددی ترڅنګ د کندوز ولایت دینې عالمانوددغه ولایت له ځوانانوڅخه د روژی مبارکې میاشتې په درشل کې وغوښتل ترڅو دروژی خوړولو نه دی ډډه وکړئ هغوي خلک روژي نیولوته وهڅول.

داپه داسې حال کې ده چې تیره اونۍ په کندوز ولایت کې دامنیت دلیږد بهیر ترسره شوچې ځینې اوسیدونکیوددغه بهیر په اړه اندیښنې څرګندي کړی وی د دوی په باور دغه چاره دوخت دمخه ترسره شوه.