کور / شعر / غزل

غزل

غزل                                            


مکړه په مړو سترګو کتل خون به مې شی درغاړې
وژنې مې څه له بې اجل خون به مې شی درغاړې
ليمو دې له کاره ويستلی يم بس مې توره  وه
جېب کې تل کرځوی کجل خون به مې شی درغاړې
په نرۍ لاره چې مې نرۍ ملا په مخه راغله
تيښتې ته بيا کوی تکل خون به مې شی درغاړې
ما د هجران درنې څپېړې پر مخ خوړلی دي
شړې مې چم نه په کنځل خون به مې شی درغاړې
تشه لاسه ته مې دښمن يې جانان ګرم نه دی
ځکه سپک يم په هر محل خون به مې شی درغاړې
کابل کې به هله د پښتو قدر يو په سل شي
که ښکلي پوه شي په غزل خون به مې شی درغاړې
د احمدزي به دا يو څو بيتونه توپان جوړ کړی
بس ته بس کړه دا غاښ چيچل خون به مې شی درغاړې