کور / شعر / سعيد زابلي ته

سعيد زابلي ته

ستورو ته کينه له ستاره سره

تا د تيارو پر خلاف ايښي د رڼا ګامونه

خدايه ج نږدې مه کړې و تاته د بلا ګامونه

« « «

دميرويس خان هسکه شمله همداسې د نګه ساته

د خوشال خان او ابدالي توره له زنګه ساته

دا خپله ژبه ،خپل کلتور له پردي څنګه ساته

لکه یما ږده زړور پر هره خوا ګامونه

« « «

يه مينه ناکه ،مينه خېله د الفت ملګريه

تر نفرت خېلو دې دا خپل غږ کړه اوچت ملګريه

خدای ج به هم تاته په همدې در کړي قوت ملګريه

همداسې مخته درومه وا نه خلې په شا ګامونه

« « «

څه وکړم ياره ډېره، ډېره غريبي لرمه

په ژوند ستومانه یمه ستړې زندګي لرمه

رنګ مې زېړ شوی بلا سخته ناروغي لرمه

ګني زړه کيږي مې،چې واخلمه تر تا ګامونه

« « «

ته د اسمان ستورو ته کينه له ستاره سره

د ژوند سندره غږوه له عزل زاره سره

د حق ويل کوه او لوبه کړه له داره سره

که خدای ج کول سعيده اخلې د بريا ګامونه

« « «

۱۳۹۱/۴/چنګاښ ۲۶

پکتيا ميډيا سنټر