ناټو د خپلو ۲ پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړ
۲۲ جولای ۲۰۱۲ د ناټو لخوا لراوبر ته په تازه رسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي ددوی دوه سرتيري د افغانستان په ختيځ کي د چاودني په ترڅ کي وژل سويدي .
دغه خبرپاڼه د افغانستان پر وخت نن سهار څلور نيمي بجې لراوبر ته ورسېده خو د پېښي دقيق وخت او ځای يې نه دئ ښوولئ .
ناټو تېره ورځ هم د افغانستان په ختيځ کي د خپلو سرتيرو د مرګ ژوبلي خبر خپور کړی و .