کور / تازه خبرونه / افغان پوځي ۳ بهرني پوځيان ووژل

افغان پوځي ۳ بهرني پوځيان ووژل

د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي نن د افغانستان په لويديځ کي د ملي اردو سرتيري د خپلي وسلې خوله پر بهرنيو پوځيانو ور واړول او د ناټو او ايساف اړوند درې پوځيان يې ووژل .
په دې اړه لراوبر ته د ناټو لخوا په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي په دې کش مکش کي بريدکوونکی هم ووژل سو خو علت يې تر اوسه معلوم نه دی .
د خبرپاڼي له مخي ناټو ددې پېښي جدي څېړني پيل کړيدي خو د وژل سوو کسانو هويت يې نه دی څرګند کړئ .
د تيري شپې ۲ بجو څخه تر ماخستن پوري په دريو بېلابېلو پېښو کي د ناټو لخوا د ۵ پوځيانو د وژل کېدو خبرونه خپاره سويدي .