کور / تازه خبرونه / سیلابو ۳۷ تنه وژلي او سخت مالي زیان يې اړولئ دئ

سیلابو ۳۷ تنه وژلي او سخت مالي زیان يې اړولئ دئ

د کسینهاو نومي چینايي خبري آژانس د راپور له مخي د چين په مرکز بیجینګ کي د شدید باران او سیلابو له امله لږ تر لږه ۳۷ تنه له منځه تللي دي. محلي رسنۍ زیاتوي چي سيل وزمه اورښت شاوخوا لس ساعته دوام وکړ او دغه راز په ځیني سیمو کي توپاني بادونه او توپاني دوړ دوړکه هم وه، چي حالات يې نور هم خراب کړل .


د کسینهاو خبري آژانس راپور لیکي چي ۲۵ تنه غرق سوي، شپږ کسان د کورونو د رانړېدو له امله وژل سوي، یو تن د برېښنا سره د اړيکو له امله له منځه تللئ او یو بل کس د اسماني تندر له امله وژل سوئ دئ . ذکر سوئ خبري آژانس په خپل راپور کي دا هم لیکلي چي تر دې دمه د ۲۲ تنو جسدونه پېژندل سوي دي . د مرستي لپاره ایمرجنسي ژغورونکي ګروپونه په کار ګمارل سوي او یو شمېر یوپ وهونکي د ډوب سوو کسانو د ژغورلو کوښښ کوي .



مالي زیان او د عامو وګړو نیوکه :
همدارنګه باید وویل سي چي خرابي هوا په سیمه کي د ترافیکو پر تګ و راتګ سخت منفي اغېز کړئ دئ . ویل کیږي چي په اکثرو کوڅو کي د اوبو لوړوالی څلورو مترو (= ۱۳ فوټه) ته رسيږي . د مځکي پر مخ د ترافیکو تر څنګ د الوتکو تګ و راتګ ته هم زیان اوښتئ; دا ځکه چي د بیجینګ په نړیوال هوايي ډګر کي په شنبه ۵۰۰ پروازونه فسخه سول .


د حکومتي چارواکو په وینا شدید باران شاوخوا دوه میلیونه اوسېدونکي ځپلي او ځپي او مالي زیان يې تر یو نیم بیلیون ډالرو زیات سوئ دئ .


زیات وګړي پر حکومتي چارواکو سخته نیوکه کوي، وايي چي که څه هم د داسي خرابي هوا اټکل سوئ و، دولت بیا هم پوره چمتووالی نه درلود . اکثره په دې هم ناراضه دي چي په دغه ناورین کي د ايمرجنسي سیسټم څخه کار وا نه خیستل سو او حکومت عامو وګړو ته موقتي کورونه ور نه کړل .