کور / تازه خبرونه / په چاودنو کي د ولسي خلګو مړېنه ډېره سوې ده

په چاودنو کي د ولسي خلګو مړېنه ډېره سوې ده

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام د يكشنبې په ورځ په يوه
خبري ناسته کي وويل چي د تيرو دوو مياشتوپه موده کي په دې ولايت کي د
وسلوالو طالبانو لخوا د ښخ كړل سويو ماينونو په چاودنو کي ۸۱ تنه ولسي
وگړي وژل سوي او۱۱۰ تنه نورټپيان سوي دي.
نوموړى وايي چي په همدې موده کي پوليسوڅه باندې ۳۵۰ ځمكني ماينونه كشف
اوشنډ كړي چي دا په دې وروستيوکي تر ټولو لوړه شمير بلل كيږي.
هغه وايي چي په لومړيو کي د وسلوالو طالبانو لخوا د دې ولايت په موسى كلا
ولسوالى په ځينو سيمو کي وسلوال بريدونه تر سره شول خو دا مهال د ښمن له
سختې ماتې سره مخ سوى چي يوازي په تيرو دوو مياشتو کي ۱۵۶ وژل سوي او
څلويښت تنه يې ژوندي نيول سوي دي.

نوموړى وايي چي دا مهال په دې ولايت کي وسلوال طالبان له ماتي سره مخ سوي
او يوازې د ځمكني ماينونو په چاودنو خپل شتون څرگندوي او د مخامخ جگړې
توان يې له لاسه وركړى دى.