کور / تازه خبرونه / هلمند: د کورنۍ غړيو دوې نجوني ووژلې

هلمند: د کورنۍ غړيو دوې نجوني ووژلې

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې دوې نجوني وژل سوي دي.
د نوموړې ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړى څارن عمرجان حقمل وايي چي يادې
شوې نجونې څلور ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ په شنه كلي كې د بهرنيو ځواكونو
له يوتن ژباړن سره نا معلوم لوري ته تللې وې چي د يكشنبې په شپه يادې شوې
نجونې كورته ستنې شوې اود كورنى د غړيو لخوا وژل سوي دي.
نوموړى وايي چي ياد شوى ژباړن په تيښته بريالى سوى او دوى يې د نيولو په
لټه كي دي ترڅو څرګنده كړي چي ده او يادو نجونو څلور ورځې چيرې تيرې كړې
دي.
د يادونې وړډه چي دا لومړى ځل دى چي په نادعلي ولسوالۍ كې دا ډول پيښه
رامنځ ته كيږي.