ارغنداو: د وسله والو او پوليسو ترمنح نښته سوې

عطاالله محمدي | جولای 22nd, 2012


کندهار افغانستان-د کندهار په شاوليکوټ ولسوالي کي تېره شپه د افغان محلي پوليسو او وسلوالو ترمنځ نښته سوې چي په نتيجه کي يې شپږو تنو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نښته تېره شپه سر ماښام د يادي ولسوالۍ د د عالم په کلي کي هغه مهال رامنځ ته سوه کله چي يوه ډله وسلوالو د محلي پوليسو پر مستقله پوسته باندي حمله وکړه.
په دغه وسلواله نښته کي چي څه کم يو ساعت يې دوام کړى دى درې تنه وسلوال مخالفين وژل سوي او درې تنه نور زخميان سوي دي چي ټپيان مخالفينو له ځان سره وړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024