د ماين چاودني يو بهرنى وواژه

عطاالله محمدي | جولای 23rd, 2012


٢٣جولای ۲۰۱۲ د ناټو له خوا لراوبر ته په تازه رسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي ددوی يو سرتيرى د افغانستان په ختيځ کي د چاودني په ترڅ کي وژل سوى دئ .

دغه خبرپاڼه د افغانستان پر وخت نن ماپښين (٠٤:٣٦) دقيقې لراوبر ته ورسېده خو د پېښي دقيق وخت او ځای ئې نه دئ ښوولى .

ناټو تېره ورځ هم د افغانستان په ختيځ کي د خپلو سرتيرو د مرګ ژوبلي خبر خپور کړی و .
طالبانو او اسلامي حزب په ختيځ کي پر بهرنيانو د بريدو ادعا کوي او وايي چي هغوى ته ئې مرګ ژوبله اړولې.

Copyright Larawbar 2007-2024