کور / شعر / دجالوت او طالوت کیسه

دجالوت او طالوت کیسه

دجالوت او طالوت کیسه
کله جالوت چي سوباچا پـه  زور پر یهودانو   
د ده لــــه ظــــلمـــه هــېـــواد پـــرېــښــود یهـودانو
جـــالـــوت لـــره ســوپاته صـندوق د یهودانو   
وه پــکـــښــې لکړه دموسی نبي نوري نښي دنبیانو
واشموئیل نبي ته سوه راټــول یهـــود ځوانان   
وټــاکـه موږته باچا ، چي ظلم نه کړي پرخوارانو
اشمــوئیل نبي وټاکی طــــالـــوت د دوی باچا   
کـــتــل به وطـــالـــوت ته په ډېر شک بیا یهـودانو
جــالوت کـــه بـــه صنـدوق وهــرکلي ته لېږه 
سوه به په مــــرض اخــته دا کلی به ټــــول ورانو  
کــــړه په داګــون صندوق پنــځه کلـي خراب  
پرغـوایي صندوق بارکی جـالوت وشاړه پربیابانو
صــنــدوق ولاړی په قــــدرت و اسمــانـــوته  
چـا ونه لــیــد، دا صنــدوق پرکومــه لاړ له بیابانو 
یـوه ورځ طـــالـــوت جـــوړکـــړی وو دربار  
ناڅـــاپـــه صنـــدوق راغی د ده مخ ته ولید یهودانو
اوس دی قــــبـــول کـــی یهــودانو بېله شــکه
کـړو لــبــیـک د ده فـرمــان ته هغــوټولــو یهـودانو
طـالوت ووي څـوک تيار و جنګ ته دجالوت   
ســـۍ راټــــول تـــکـــړه وزګار خپل سرو ځوانانو
اتیا زره ځوانان سره را ټول سوه وطالوت ته   
ټــــولـــو ومـــانـــه فـــرمــان دغو ځوانانو یهودانو
په دا دښــت کـــي چـــي روان وو دا لښـــکـر 
وه بـــې حـــده ډېـــر ګـــرمي تنده واخسته ځوانانو
یـــوې ویـــالـــې تــه داوبـو را ورسېد لښـکر  
طـــالـــوت ووې یوه غبرګه اوبه و چیښۍ ځوانانو
درې ســـوه درېــلـس کســو وکــړلــو دا کــار 
نـــورو ډک کـــړلو نسونه چي سوه پاته له کاروانو
چاچــي وې چیښلي اوبه ډېرتر یوې غــبرګي   
وه هغه لا تیـږي نوري اوبه غـوښتې دغه خوارانو
طــالوت سورا روان ورسره دا څــو ځــوانان   
ســــوجـــالـــوت خــبـر راووت جنګ ته د ځوانانو
جالوت ویل زه مو بس یم راتېـرېـږۍ به یویو   
ټـــــول بــــه تـــارومارکـــړم زه یـــوازي موږکانو
اشموئیل نبي کــړو ږغ پر پلار د داؤد شپـون   
راوبـــولــــه زامـــن دي پـــه شـــمـــار د جهادیانو
الشــئ نــومېــده پـــلار د داؤدنبي بېــشـــکــه  
شپږ جګ قوي زامن یې راوستل کتار ته دغازیانو
اشمـــوئیـــل نبي ویل: الشئ! داؤد دي راولــه   
داؤد پــــه ونه ټـیـــټ ګـــردی وردی وو تریــارانو
اشموئیل نبي کړه و داؤد ته: یې جنګ ته تیار؟ 
ده ویــــلې بـــلـــې! لـــومـــړی بـه زه ورسم یارانو
غــزا ته دجالوت ورغی داؤد په ډېــرميــړانه  
ده لرلې درې ډبرې دجالوت مرګ وو له دغـه کاڼو
دغو درو ډبروپرلارورکړی وو داؤد ته هـوډ   
وامـــوخــــلـــه چي جـالوت وژنو ومخ ته د سپایانو
داؤد ورغی میدان ته ډبرې ورکړه مچلوغ ته   
جـــالـــوت یې وویشتی پرخوله دی لاړی له یارانو
په درو سرو ډبرو یې جالـوت واستاوه پناه ته   
لښکــر یې ماته وکـــړه داؤد سو بریالی پر غلیمانو
طــالـوت ورکـړه لـورداؤد ته او نیمه پاچاهي  
داؤد نــبـــي غــــازي ســـو پـــه ټــولـو کــي یارانو
دا کـــیسه ده قراني،ګوره دلتـــې بیـــان وسـو  
په الـبـقــر کي یې لـیــدایې سې بیا دا زما یـــوبیانو