کور / تازه خبرونه / په خوست کي نړيوال هوايي ډګر جوړيږي

په خوست کي نړيوال هوايي ډګر جوړيږي

دخوست ملکي نړيوال هوايي ډګر دجوړيدو دلومړي پړاو رغنيزکارونه تکميل شول .


خوست کې دجوړيدونکي ملکي نړيوال هوايي ډګرپروژې داحاطې دديوال ،اوبودکانال ،امنيتي ټاورونو،ځغاست ليکې دهواري اونورې دلومړي پړاو رغنيزې چارې بشپړې شوې چې له دې وروسته به ديادنړيوال هوايي ډګرد رنوې ،ترمينل ،پارګنګ اونورو ضروري تاسيساتو په جوړيدو باندې کارونه پيل شي.


دغه نړيوال هوايي ډګر دافغانستان په کچه يوه لويه بنسټيزه ملي پروژه بلل کيږي  چې دولايتي ادارې دقوي هوډ اودولسونودپرلپسې غوښتنوپه نتيجه کې  دجوړيدو چارې يوکال وړاندې پيل شوې،چې اوس مهال يې مقدماتي کارونه بشپړشول اودنورو تاسيساتو دجوړيدو نقشې اوپلانونه يې هم مطالعه اوتجزيه شوې دي، دملکي هوايي چلن دوزارت دانکشافي بودجې څخه دنورو ٣ميليونه امريکايي ډالرو ځانګړې شوې بودجې څخه به ددغه جوړيدونکي هوايي ډګر اړوند نور تاسيسات په روان لمريز کال کې جوړشي.


په دغه لويه اوبنسټيز ه پروژه کې دخوست ولايت په زرګونو کسانوته دکاري فرصتونو دايجاد ترڅنګ يوشميرملي سوداګردې ته چمتو شوي ترڅوپه دغه ولايت کې په بېلابېلو برخو کې پانګه اچونه وکړي .ددغه پروژې دنورو اړونده تاسيساتوپه جوړيدوسره به هم په سيمه کې اقتصادي پرمختګونه چټک شي اوهم به ديادې سيمې ډيرى کسانوته دکارکولو ښه زمينه مساعده شي.


خوست کې ولايتي ادارې نورې هم خپلې هڅې زياتې کړې اوخپل وړانديزونه يې دمرکزي حکومت له لارې ترډيرو نړيوالو مرستندويه ټولنوپورې رسولې ترڅو ددغه ګټورې ولسي اوملي پروژې  دتکميل لپاره نړيوالې مرستې راجلب کړي،ولايتي ادارې په ډاګه کړې چې ددغه پروژې دبشپړواي لپاره ٣٠ميليونه امريکايي ډالرو بودجې ته اړتياده چې اوس مهال يې دجلب لپاره ګړندۍ هڅې روانې دي.


ديادونې وړ ده چې دامهال دخوست ولايت په مرکز او ولسواليوکې له ٣٩٠څخه دزياتو لويو اوکوچنيو پروژې دپلي کيدو چارې روانې دي چې په نږدې راتلونکې کې به په ډيرو داسې نورو بنسټيزو پروژو باندې هم کارونه پيل شي چې په اقتصادي لحاظ او اهميت سره دټول هېوادلپاره بنسټيزې پروژې بلل کيږي.