کور / طنز / سياسي کارپوه

سياسي کارپوه

طنز
د نهه ویشت کالونو مخکی خبره ده چی کله زه او زما ټولګی وال له دولسم ټولګی څخه فارغ شو ټول ډیر زیات خوښ وه ولی دټولو خلاف شهید چی تولکیوالو تانک بوله زیات پریشانه وه علت یې داوه چې دا اخر نمره فارغ شوی وه مونږ ملګرو تسلی ورکوله چې ځه خیر ده څه فرق کوی اوس خو فارغ شوی ولی ده ویلی چې زه پدی خپه نه یم چې اخر نمره یم زه پدی خپه یم چې دپلار هغه پیسی چې ښوونکی ته یې ورکړی وی هسی ولاړی مونږ تری پوښتنه وکړه چی ولی ده ځواب راکړ چی پلار می ددی لپاره پیسی ورګړ ی وۍ چې ما نهم یا لسم نمره کامیاب کړی ولی ښونکی زه اخر نمره کړم .
تانک چې دټولګی اخر نمره فارغ شوی وه په هیڅ شی هم نه پوهیده ولی دپلار په پیسو کامیاب شو په ټولګی کی تر ټولو چټل وه هر ورځ به دښونکی له خوا تهدیدیده ددیموکراسی په راتک زموږ ټولګیوال هر یو یو ځای په کار بخت شول له تانک سره مو اړیکه نه وه یوه ورځ د یو ملګری په کور کی میلمستیا وه ټول ټولګیوال سره راټول وه ښه بنډار موسره ګرم وه دشپی لس بجی به وی چې به یوه تلویزیون کی تود بحث روان وه چې زمونږ یوه ملګرۍ عږ کړ چې ټانک وګوری په ټول محفل یوه چوپتیا خپره شوه ټول هک پک وه چې دا څنګه خبره ده ټانک ګوره او دا بحث دا خو په هیڅ هم نه پوهیده دا څنګه په تلویزیون کی په داسی بحث کی ناست ده دا خو هغه څوک ده چی ددو کسانو په مخ کی غږیدی نشو ده سره خو هیڅ دهیواد مینه نه وه دا ګوره او سیاسی بحث بس غوږ شو چې څه وایې دبحث له پیل څخه تر وروستی خبری پوری هیڅ شی هم دهیواد قوم او ژبی په ګټه ونه ویلی هر څه یې چې ویلی دقوم ژبی په خلاف یی ویلی .
خدای شته ډیر پریشانه شوو ټولو ملګرو وویل چې سبا به دا تانګ پیدا کو او ورسره به غږیږو چې ته دی چا په اشاره او ولی داسی کوی بله ورځ مو له ډیر کړاو زغملو وروسته تانګ پیدا کړ تانګ په کوم هیواد دښمنه ګوند کی د مرستیال تر چوکی رسیدلی وه داداسی ګوند وه چې هیڅ نوم او نښان یې دهیواد په سیاسی بهیر کی نه درلوده له تانګ څخه مو وپوښتل چې دا دومره ترقی دی په څه شی وکړه ځواب یی ډیر لنډ وه ویلی چې دیموکراسی ده بس یوه جوړه لکسه دریشی یوه نیکتایی پیدا کړه او لږ په ځان کوتی ووهه بیا دي هر ګوند خریدار دی.
ملګری ورسره کیناستل چې لالا ته خو زمونږ انډیوال یی ته خو زمونږ عزیز یې ته څنګه دخپل قوم سپکه وایی تانګ چې په لوړ غږ خندا یې عا د ت وه وخندل له چوکی پورته شو او وویل چې ماته قوم هیواد ژبه کوم مفهوم نلری تاسو ته بهتره معلومه ده چې زه په ټولګی کی هغه کس وم چې په هیڅ هم نه پوهیدم او اوس هم نه پوهیږم خو یو شی چې زه یی دی ځای ته راورسولم هغه همدا دقوم سپکه او دهیواد نه نفرت ده که ماته پښتو څه راکړی وې مهربانی وکړی مونږورته وویل چی ګرانه ژبی مونږته عزت راکړی ده همدا ژبه ده چی مونږ پری پښتانه یادیږو همدا ژبه ده چی مونږ پری درانه یادیږو ولی د ا ددښمن له خوا داسی پیچکاری شوی وه چې زمونږ خبر و پری هیڅ تاثیر ونکړ دومره مغروره وه چی زمونږ خبری ورته هیڅ اهمیت نه درلوده خواشینی تر ی روان شو ملګرو وویل که دا زمونږ سیاسی کارپوهان وی نو دا هیواد راتلونکی به خدای خبر چی څنګه وی.

وسلام
محمد هارون ناصری
کابل شکردره
6/5/1391