کور / سپورټي / لندن : د اُلمپيک د لوبو د پرانستني رنګین مراسم پیل سول

لندن : د اُلمپيک د لوبو د پرانستني رنګین مراسم پیل سول

نن د انګلستان په مرکز لندن کي د همدې ځای د ماخستن پر نهو بجو د اُلمپيک د نړیوالو لوبو د اوړي ۳۰مه لړۍ د زړه راکښونکو مراسمو په ترڅ کي د بریتانيې د ملکې الیزابیت او د اُلمپيک د نړيوالي کمېټې مشر “جاک روګ” په حضور کي په رسمي ډول پیل سوه . ویل کیږي چي دغه مراسم د ټلویزیون پر پرده د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي شاوخوا یو بیلیون کسان ګوري . 



په دغه مراسمو کي مشهوره فلم جوړونکي “ډېني بوایل” د یوه په زړه پوري پروګرام لپاره ښکلي کرونده ډوله ځایونه جوړ کړي وه . نوموړي په دغه ځانګړي معنی دار پروګرام سره د بريتانیا تاریخ او کلتور په لنډه توګه انځور کړ .
د مراسمو په ترڅ کي مسټر بین اتیا زره ننداره چیان وخندول . همداراز تماشه چیانو د فرانسې د ((Tour de France)) نومي بایسکل ځغلولو مسابقې ګټونکی بریتانوی “برېډلي ویګنز” د چک چکو په بدرګه ونازاوه او ده ته د مراسمو په لومړیو شېبو کي د زنګ وهلو دنده ورکړل سوې وه.  


افغانستان د اُلمپيک په لوبو کي :
د اُلمپيک د دغه لوبو په سیالیو کي د نړۍ د۲۰۴ هیوادونو څخه لوبغاړي ګډون کوي، چي د تایکوندو په برخه کي روح الله نيک پای او نثار احمد بهاوي د خپل استعداد په برکت د افغانستان بیرغ ورپاوه . نوموړي به د لوبو په ۱۷-ورځنۍ پروګرام کي د تایکوندو سیالۍ وکړي .


د یادوني وړ ده، چي افغانستان د اُلمپيک په تیرو لوبو کي لومړنی مډال ترلاسه کړ . هغه مهال روح الله نيک پای وتوانېدئ، چي خپلو درېیو سيالانو ته ماته ورکړي او خپل ګران هیواد ته دغه ویاړ ور په برخه کړي . نيک پای د نارینه وو د ۵۸ کیلو ګرامه وزنه سیالیو کي و، چي ژېړ (برونز) مډال يې وګاټه .






د لاندنيو انځورونو منبع : AFP












اړوند سرلیکونه :


–  پسله ۳۲ کاله روژه او د اُلمپيک لوبي یو مهال دي


–  د ۲۰۱۲ کال د اُلمپيک د لوبو ځینی ارقام