کور / تازه خبرونه / سرحدي ملېشو په بلوچستان ايالت کې ۱۰۸ تنه افغانان ونيول .

سرحدي ملېشو په بلوچستان ايالت کې ۱۰۸ تنه افغانان ونيول .

په بلوچستان ايالت کې د ايران پولي ته څېرمه په نوکنډي او پنجګور سيمو کې ليويز او سرحدي ملېشو په دوو ورځو کې يو سل دېرش تنه افغانان نيولي دي .
چارواکي وايي، چې د جمعې په ورځ د ايران له لارې اروپا ته روان يو سل اته تنه افغانان د ايالت په نوکنډي سيمه کې سرحدي ملېشو په دې تور نيولي چې د دوی په وينا قانوني اسناد يې نه درلودل . ياد افغانان ملېشه ځواکونو هغه مهال ونيول کله چې دوی په پنځو موټرو کې سپاره وو او د نوکنډي له يوې پوستې څخه تېرېده .
چارواکي زياتوي، چې نيول سوي کسان د تفتان له لارې اروپايي هيوادونو ته په ناقانونه توګه روان وو . له نيول شويو افغانانو سره لس تنه قاچاق وړونکي هم نيول سوي دي .
تر دې يوه ورځ وړاندي هم لېويز چارواکيو دوه ويشت تنه افغانان چې ايران ته روان وو، د ايالت په پنجګور سيمه کې نيولي وو .
په بلوچستان کي زياتره افغانان چې د مزدورۍ لپاره راځي او يا هم خپل رنځوران د درملنې په موخه راوړي، له پوليسو او ملېشه ځواکونو شکايت کوي، چې د تزکېرو نه لرلو په بهانه شکول کېږي، ټکول کېږي او بېلا بېلا تاڼو ته وړل کېږي . چې له امله يې افغان کډوال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي .
د بلوچستان د سرحدي ملېشو يو لوړ پوړی چارواکی مېجر عبيدالله خټک وايي، چې په قانوني توګه کوم افغانان پاکستان ته راځي، او يا هم د تجارت لپاره دلته راځي، هرکلی يې کوو، خو ترهګرو او هغه توکي چې په ترهګري کي کارول کېږي، هيڅ اجازه به ونه لري چې دې غاړې ته راسي او يا هم د افغانستان خاورې ته واوړي . څو د دواړو هيوادونو امنيت ته تاوان ونه رسېږي .
په بلوچستان کي د پوليسو او سرحدي ملېشو له خوا د افغانانو په نيولو کې يوار بيا د پام وړ زياتوالی راغلی دی، په دې اړه مي په کويټه کي له افغان قونصل جنرل سره د تماس نيولو هڅه وکړه، خو بريالی نه شوم .

http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail