کور / تازه خبرونه / په تخته پول کي ٤٠٠٠ کيلو ګرامه امونيم نايټريټ کشف سول

په تخته پول کي ٤٠٠٠ کيلو ګرامه امونيم نايټريټ کشف سول

نېټه١٣٩٠، ٠٥، ٠٧
کندهار افغانستان-د کندهار په تخته پول ولسوالي کي د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تېره شپه ٤ زره کيلو ګرامه امونيم نايټريټ کيمياوي سره کشف او تر لاسه سوې ده.
د يادي ولسوالۍ ولسوال له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى تېره شپه دوې بجې د ميزامحمد خان څاه په مربوطاتو کي پر هغه کور چي پکښي ياد توکي ځاى پر ځاى سوي ول عمليات وکړل او د امونيم نايټريټ سري ترڅنګ يې سل کيلوګرامه باروت هم تر لاسه کړل.
ددې عملياتو پرمهال نه هم افغان ملي امنيتي ځواکونو، نه هم د سيمي ځايي اوسېدونکو او نه هم کومي مخالفي غاړي ته ځاني زيانونه اوښتې دي.
د تيري شپې په عملياتو کي له نيول سوو توکو سره په تړاو څوک نه دي نيول سوي ولي افغان ملي امنيتي ځواکونو پلټني پيل کړي چي ددې موادو ځاى پر ځاى کوونکي او رالېږدوونکي ونيسي.
په کومه ساحه کي چي تېره شپه عمليات سوي د ولسوالۍ له مرکز څخه څه باندي ١٥٩ کيلو ميتره فاصله لري چي له دې خاطره د موادو د انتقال امکان نه و او هلته ورته په ساحه کي د ځانګړي هيئت په مخکي اور اچول سوى دى.
امونيم نايټريټ هغه کيمياوي سره ده چي د افغانستان دښمنان يې د ملي امنيتي ځواکونو سره د مقاومت لپاره د ماين جوړولو په خاطر استفاده کوي او نژدې څلور کاله وړاندي پرې د حکومت لخوا بنديز ولګېدى.
دغه سره په افغانستان کي دننه نه جوړيږي دلته را واردېدونکي ټوله هغه د پاکستان هيواد څخه راوړل کيږي چي اوس ورڅخه يوازي او يوازي د نشه يي توکو قاچاقبر او وسلوال مخالفين استفاده کوي.