کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني درې ماين ښخوونکي ووژل

د ماين چاودني درې ماين ښخوونکي ووژل

نېټه١٣٩٠، ٠٥، ٠٧
کندهار افغانستان-د کندهار په ښوراوک ولسوالي کي د ماين چاودنې درې تنه د دولت وسلوال مخالفين چي غوښتل يې ماينونه ښخ کړي وژلي دي.
دغو درې تنو تېره شپه ناوخته غوښتل ددې ولسوالۍ د چوولې په کلي کي پر يوه سړک ماينونه ښخ کړي چي پرې خپل ماينونه چاودېدلي او درې سره يې وژلي دي.
ددې درې تنو ماين ښخوونکو له جسدونو سره يو ځاى پنځه کړۍ ماينونه، ٢ کړۍ لاسي بمونه، ١ ميل کلاشنکوف، يوه عراده موټر سايکل او يوه پايه مخابره د پوليسو لاسته ورغلي دي.
وژل سوو درې ماين ښخوونکو په هغه سيمه کي ماينونه ښخول چي خورا زياته مصروفه وي او روزانه پرې سلګونه خلک تګ راتګ کوي ځکه د ولسوالۍ د کليو او مرکز د نښولو تقريباً يوازينۍ هغه ده.
د کندهار ولايت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي افغان ملي امنيتي ځواکونه همېشه هڅه کوي چي د تګ راتګ لاري له ماينونو او چاودېدونکو توکو څخه پاکي کړي ولي برعکس د سولي او خلکو دښمنانو بيا تل د ګڼه ګوڼي څخه پر ډکو لارو ماينونه ښخ کړي او بې ګناه خلک يې وژلي دي.