کور / هراړخیز / دخبريال بنديز او زورور ګاونډی

دخبريال بنديز او زورور ګاونډی

څو شپو راهيسي دخبريال د ويبپاڼي په ملاتړ ليکني خپريږي چي د اسلام اباد واکمنو په پاکستان کي بنديز پر لګولی دی. رښتيا خبره داده چي خبريال ويبپاڼه دپښتو په ويبپاڼو کي ځکه دليکنو او نويو مالومات په حساب بډايه ده چي ميرويس افغان يې چلوي.


 زه ښاغلی ميرويس افغان له هغه راهيسي پېژنم چي په سيمه کي پر افغانستان باندي دلوېديځ تر يرغل وروسته ما او ده په کندهار او شاوخوا ولايتونو کي دلوېديځ په رسنيو کي کار کاوه او سفرونه مو سره کړي دي. زما په خيال دهيڅ يوې پښتو ويبپاڼي چلوونکي به پر افغانستان ديوولس کلن يرغل په موده کي د افغانستان دسوېلي ولايتونو چي ديرغلګرو په وړاندي دمقاومت اصلي ډګر بلل کيږي په پېښو دونه نه وي خبر لکه ميرويس افغان چي دی. دا په خپله دخبريال ويبپاڼي ښېګڼه بلل کيږي چي اړيکي يې تر نورو پښتو ويبپاڼو ډېري غځېدلي دي. پرسر ددې چي زه او ميرويس افغان په ځينو مسايلو کي سره همنظره هم نه يو.


تردې بنديز له مخه ما ميرويس افغان ته پخوا هم ويلي ول چي دپاکستان په وړاندي يوڅه نرمه لهجه وکاروي. پاکستان زموږ دوست دی که غليم. دا هر افغان پښتانه ته لکه لمر داسي مالومه ده. پاکستان څنګه جوړ سوی دی؟ چا جوړ کړی او چا ساتلی دی دا خبره ګردسره په بحث نه ارزي. دپاکستان سره دښمني دلوېديځ دلويو قدرتونو سره دښمني ده. پاکستان دخپلي مصنوعي زوکړي له ورځي راهيسي د افغانستان دښمنۍ ته جوړ سوی دی. خو دا چي اوس د لوېديځ سياسي ګټي په ظاهره د پاکستان پر ضد مالوميږي دا به بېخي لېونتوب وي چي پښتانه دکرزي دپښتون دښمنه رژيم دنارو سره خپله ناره ملګرې کوي او د ډيورنډ دکرښي ددواړو غاړو پښتانه دلوېديځ په ګټه دپاکستان سره په شر اچوي.


 لوېديځ که پاکستان ختموي په خپله يې ولي نه ختموي؟ ما ولي دخپل پښتانه ورور سره په جنګ کښېباسي؟ پاکستان که ښه دی که بد. خو دا هيواد په سيمه کي دلوېديځ دګټو مهمه اډه هم دمخه وه او هم اوس ده.


دسياسي بصيرت لرونکي دلوېديځ او پاکستان د اړيکو په ظاهري تاو تريخوالي نه تېروځي. موږ دپاکستان سره ديوې کوڅې ګاونډيان يو. زموږ تقريبآ بېخي ډېر توکي له پاکستان څخه راځي. نور خو پرېږده چي وچ اوړه چي د ژوند چاره نه ځني کيږي دا مو هم له پاکستانه راځي. په کابل کي دپښتون دښمنه رژيم په ناز اوپه لوېديځ کي دلوېديځ په ناز نازولو پښتنو ليکوالو ته نه ښايي چي دې اور ته نور لمن ووهي. ځکه تاو يې تر هغه بې وزله پښتانه خوارکي وځي چي پر چمن او تورخم ديوې ګوني اوړو دتېرولو پر وخت دپاکستاني ملېشو د ډول ډول ښکنځلو اوپېغورونو سره مخامخ کيږي.


دبلي خوا په افغانستان کي پښتانه دپښتون دښمنه رژيم دټولوژني سره لاس او ګرېوال دي. ګوډاګی رژيم دپښتنو حق خو څه کوې چي ګردسره ديوه لږکي په سترګه ورته ګوري. نو په داسي حال کي يې پښتانه دپاکستان سره مالوملای سي؟


بيرته خپلي اصلي خبري ته راځم. په پاکستان کي دخبريال ويبپاڼي بندېده بېله شکه دپښتنو سره دښمني ده چي بايد وغندل سي. خو په پاکستان کي دخبريال ويبپاڼي بنديز به که نن وي که سبا ليري به سي خو هغه پښتانه ليکوالان چي دپښتنو دنن ورځي ملي ګټي پېژني دسرټمبګۍ او احساساتو څخه کار نه اخلي. اړتيا خو دا ده چي پښتانه ليکوالان په تېره کابل مېشتي او لوېديځ مېشتي داسي ليکني وکړي چي نه سيخ وسوځي او نه کباب. زورور او کمزوری دښمن وپېژني. په خپلو ليکنو کي تريو ځايه برابري وساتي او دپښتون دښمنه ګوډاګي رژيم دښکاره ملاتړ څخه لاس واخلي.


يو چا کښلي وه چي پردې خبره ولي ږغ نه دی پورته سوی چي دټوکيو په غونډه کي پښتو ولي نه وه ځای سوې. ماته دپښتو دا متل راياد کړ چي وايي (زه دي باغ نه وينم ته وايې چي تارو درغلی) هغه رژيم چي په لسو کالو کي يې بېله دپښتنو د وژلو، ځپلو بل کار نه دی کړی. ياني پښتانه هغه چا ته دپښتو دحق احتيجاج وکړي چي هغه يې حق ګردسره نه مني، ډېره عجبه ده. تقريبأ هره افغاني ويبپاڼه دپاکستاني ضد ليکنو څخه ډکه ده. داسي مالوميږي لکه دا پاکستان چي زموږ اوس تازه دښمن سوی وي او پخوا مو دښمن نه و. داسي خو به نه وي هغه چا چي پاکستان جوړ کړی دی اوس يې په ورکېدو کي زموږ څخه د آلې کار اخلي؟ ځکه که پښتانه ليکوالان دپاکستان ضد سورنا نوره هم ووهي نو متل دی وايي (شرموښ له خدايه څه غواړي باد او باران) دکابل ګوډآګي پښتون دښمنه رژيم او شمالي ټلواله له خدايه دغه کار غواړي چي دوی دخير پر غونډي راته ناست وي او پښتون له پښتون سره دپنچاپي په نامه سره ښکر په ښکر کړي.


دبلي خوا په پاکستان کي دګوتوپه شمېر خبريالان په تحليل کي برابري ساتي. په تېره پنجاپي خبريالان دونه کبرجنه لهجه کاروي چي ګردسره افغانستان او پښتنو ته لکه دکرزي لنډغر خبريالان بېلو ښکنځلو بله خبره نه لري. دپاکستان رسنۍ دخپلو ملي ګټو په دفاع کي د ډېر زيات افراط څخه کار اخلي. ځکه خو دې مسئلې خپله امريکايي چارواکو ته هم اندېښنه را ولاړه کړې ده. يوازي سږ کال په واشينګټن کي امريکايي واکمنو څو ډلي پاکستاني خبريالان امريکا ته دبحث دپاره راوبلل. دغه خبريالانو د تګلارو جوړونکو په ګڼ شمېر غونډو کي په ټينګه دپاکستان دګټو دفاع کول. امريکايان دا اندېښنه نه پټوي چي پاکستاني رسنۍ د دوی په قول زلميان ترهګرۍ ته هڅوي. لوستونکو ته دي مالومه وي چي امريکا ته افغاني خبريالان هم رابلل سوي دي خو د افغاني او پاکستاني خبريالانو په خبروکي دمځکي او اسمان فرق وي. ما په امريکا کي له يوه افغاني خبريال څخه دا وانه ورېدل چي دپښتنو ټولوژنه دي ودرول سي. خو ما دا غوښتنه له هر پاکستاني خبريال اوخبريالي څخه په وارو وارو اورېدلې ده چي امريکايي واکمنو ته يې په ډانګ پېيلي په قبايلي سيمو کي دبې پېلوټه الوتکو دبمبارۍ د درولو نارې وهلي دي. که پښتانه خبريالان هم دپنجاپي او شمالي ټلوالي دخبريالانو پر خره سپاره سي که په رښتيا په خپل ګرېوان کي وګورو په دې کي ګټه چاته رسيږي او تاوان چاته رسيږي؟ ښکاره خبره ده چي تاوان يې يوازي پښتنو ته رسيږي او پښتانه توپ ته دروي. په دې هيله چي د اسلام اباد واکمن به د خبريال څخه بنديز ژر ايسته کړي. خدای دکراري مل دی .