کور / تازه خبرونه / پکتيکا:پر کور د توغندۍ لوېدلو ۴کوچنيان يوه ښځه زخمي کړل

پکتيکا:پر کور د توغندۍ لوېدلو ۴کوچنيان يوه ښځه زخمي کړل

پکتيکا: نن غرمه مهال يوه نامعلومه توغندۍ چې د پکتيکا ولايت زېړوک ولسوالۍ د سرې ميدان په سيمه د ملکي کسانو په يوه کور يا استوکنځي لګېدلی او له امله يې څلور ماشومان او يوه مېرمن ټپي شوي ټپيان سملاسي د ملي پوليسو لخوا د ایساف په چورلکو کې څېرمه اورګون ولسوالۍ د ايساف روغتيايي مرکز ته د درملنې په موخه لېږدول شوي، دا خبره د پکتيکا ولايت مطبوعاتي دفتر څخه په رارسېدلې خبرپاڼه کي راغلېده .
د خبرپاڼي له مخي د ژوبل شويو ملکي وګړو روغتيايی حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی، توغول شوی توغندی هغه مهال په يوه کور ولکېده چې وسلوالو مخالفينو غوښتل په سيمه کې افغان امنيتي ځواکونه په نښه کړي.
د پکتيکا والي محب الله صمیم د ملکي هېوادوالو په تيره بيا د ښځو او ماشومانو ټپي کيدل په سختو ټکو غندلي او دا کار يې د سولې او هېواد د دښمنانو بللی دی، په سيمه کې د وسلوالو مخالفينو د نيول هڅې پيل شوي دي چې ياد توغندی يې توغولی او پنځه تنه ملکي وکړي يې ټپيان کړي.

بلخوا د اورګون او سروضې ولسوالۍ پر لاره ۴ ناچاودي ماينونه او همداشان د سروضې ولسوالۍ په مارزکو کلي کې ۳ ناچاودي ماينونه ددې ولايت د ملي پوليسو لخوا کشف او د ملي اردو د انجينرۍ ټيم په تخنيکي مرسته شنډ کړل شول، ويل کيږي چې په دې کار سره په سيمه کې يو ځل بيا د ملکي وګړو د شهادت او ټپي کيدو مخه ونيول شوه .

د توغندۍ ويشتلو مسوليت که څه هم دولت پر طالبانو ور اچولی خو تر اوسه کومي ډلي منلی نه دی .