کور / تازه خبرونه / پر پوليسو د بريد په ترڅ کي يو طالب وژل سوی دی

پر پوليسو د بريد په ترڅ کي يو طالب وژل سوی دی

يوه ډله وسلوالو تېره ورځ غرمه مهال د ميوند ولسوالۍ د اسدو په کلي کي دملي پوليسو پر پوسته وسلوال بريد وکړ. د کندهار ولايت مقام څخه د خپرې سوي خبرپاڼي له مخي طالبان له سخت مقاومت سره مخامخ سول او تر لنډي جګړې وروسته تېښتي ته اړ سول.
په دغه جګړه کي چي نژدې نيم ساعت يې دوام وکړى د يوه تن مخالف وسلوال د وژني ترڅنګ دوه ميله پيکا، ٤ عرادې موټرسايکلونه او له چاودېدونکو توکو ډکه شل کيلويي ډبه هم دپوليسو لاسته ورغلي دي.

د کندهار چارواکو په وينا د تيري ورځي په دې وسلواله نښته کي افغان ملي پوليسو او په سيمه کي ځايي ملکي خلکو ته کوم ډول ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى.

د طالبانو لخوا تراوسه په دې اړه رسنيو ته معلومات نه دي وکړه سوي .