د کنړ دپوهنی منسوبینوته یو ورځنی سیمینارجوړشو

د لراوبر اداره | جولای 31st, 2012


د کنړ ولایت : د کنړ ولایت دپوهنې ریاست د پنځو برنامو مرستیالانو او دولسوالیو دپوهنی آمرینو ته ددی ولایت دپوهنې لپاره ددري کلن پرمختیایی پلان دجوړولو ترسرلیک لاندی یو ورځنی سیمینار نن دزمری په ۱۰مه دنوموړی ولایت دښوونکي د روزني په تالار کې پیل شو .
دغه سیمینار دپوهنې وزارت د پلان ریاست دلارښووني سره سم ددغه ریاست دپلان مدیریت په همکارﺉ جوړشوي چې دنوموړي ریاست دعمومي، اسلامي، تخنیکي – مسلکي، لیک لوست، دښوونکو دروزني، ساینس – تکنالوژی او د نصاب د برنامو د منسوبینو په ګډون د شپږو ولسوالیو د پوهنی آمرین ګډون لری چې د۱۳۹۲ نه تر ۱۳۹۴ کال دپلانونو په هکله لازمی لارښووني تر لاسه کړی، همدارنګه دپنځو برنامو مسوولینو هم خپل میان مدت پلانونه توزیع او تشریح کړل.

Copyright Larawbar 2007-2024