کور / اقتصادي / په تیرو څو میاشتو کې دافغانستان اقتصادي انکشافات

په تیرو څو میاشتو کې دافغانستان اقتصادي انکشافات

ددې سره سره چې افغانستان په لومړیو کې دافغانستان دملي پرمختګ ستراتیژی ترتیب ، دکورنیو اوبهرنیو ارګانونو مخې ته یې کیښوده همدغه ستراتیژی وه چې دافغانستان هراړخیزپرمختګ په کښې په پام کې نیول شوی وو مګر له بده مرغه دناکاره حکومتولۍ ، فساد، مونوپولیزم، ناسمومصلحتونو ، دملت اوهیواددازمویل شویو دلالانو بیرته دقدرت په ګدۍ کښینول اوداسې نور ډیر لاملونه وو چې افغانان ونه توانیدل چې دغه ستراتیژی په ښه اوبشپړه توګه پلې کړي .

لکه څنګه چې دایو څرګند حقیقت دی چې اوسمهالي کامیاب سیاسي نظامونه هغه دي چې له اقتصادي پلوه کامیاب وي ځکه نو دهیوادونو سیاسي – اقتصادي حالت ته ډیره پاملرنه کیږي راځو دیته چې په نږدې وختونو کې دافغانستان اقتصادي حالت په کوم لوري راون دی .

دتیرو لسو کلونو په مهال افغان دولت ونه شو کولی خپل اقتصاد په پښودروي ، خپل اقتصاد دبهرنیو مرستو بغیر ددې جوګه کړي چې په کوردننه یې دهیواد غوښتنې پوره کړي مګر بیا هم په نږدې وختونو کې څه ناڅه هیلې پیدا شوي اوهمدغو هیلو هم کورنۍ اوهم بهرنۍ اقتصادي ستري کمپنۍ اواقتصادي مافیا دې ته لیواله کړي چې په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي یو له هغو څخه دکانونو اودځمکې لاندې ذخیرو سرچيني دي ،افغانستان دخپلو لومړیو مالوماتو په راغونډولو سره وکولی شو دکانونو په برخه کې بهرنیو پانګوالو ته یو ښه اومناسب چاپیریال رامنځ ته کړي اوبهرنۍ کمپنۍ دیته لیواله کړي چې د۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۲ پورې به له اته بلیونو امریکایي ډالرو څخه ډیره پانګونه دافغانستان دګازو، سروزرو ، مسو ، اوسپنې اوداسې نورو توکیو دکانونو په برخه کې پانګونه وکړي .

ددې پورتنیو امتیازاتو سره سره چې افغانستان راخپل کړل کورني اوبهرني څارونکي سازمانونو سره داسې اندیښنې راوپنځیدي چې ایا افغانستان به په دغه اړوند تړونونه اوجوازونه په سمه اوکره توګه ورکړ ی شي که نه؟ ایا افغانستا ن به له دغه تړنونو څخه په کلکه څارنه وکړی شي که نه ؟ ایا افغانستان به ددې جوګه وي چې دتړونونووړونکو اوګټونکو کمپنیو ته ارام اوله امنیته ډک چاپیریال برابر کړی شي؟ ځکه ډیر هیوادونه اودهغوی اړوند استخباراتي اوڅارګرې ادارې غواړي دخپلو اقتصادي ګټو له امله دنورو هیوادونو کمپنۍ دیته اړباسي چې داخاوره پریږدي اوپه اسانه اوارزانه توګه تړونونه ددوی لاس ته پریوځي .بله داچې ایا افغانستان به وکړی شي په دغه برخه کې کره اوپوره قوانین اوکړنلارې رامنځ ته کړي کوم چې دروڼوالي ، کره توب او حساب ورکونې ضمانت وکړ ي ؟اوترټولو ارزښتمن داچې افغان حکومت به داډاډ ورکولی شي چې ددغه تر ځمکې لاندې ذخیرو ګټه وټه به خوار اوغریب ولس پوري ورسیږي اودهغوی په ژوند اوژواک کې به مثبت بدلون راولي اوکه نه ؟ داټولې هغه پوښتنې دي چې افغان دولت یې واردمخه خپل ملت اونړیوالې ټولنې په عملي توګه ډاډ ورکړي .

دافغان دولت مسولیت دی چې خصوصي سکتور ته په دغه برخه کې اړینې شونتیاوي برابرې کړي ترڅو خصوصي سکتور په خورالیوالتیا اومینه په دغه برخه کې پانګونه وکړي .افغان دولت باید اسانه مګر کره او پوره کړنلارې ترتیب ترڅوکمپنیو ته دجواز ورکولو اونورو حکومتي اړتیاوو دپوره کولو لپاره اسانه لارې چارې په خپل ځان کې ولري اوهیڅوک هم فساد ته ترغیب نه کړي . افغان حکومت باید داسې ادارې رامنځ ته اوملاتړ يې وکړي چې په دغه برخه کې دڅار رول په غاړه ولري ترڅو داخبره ډاډمنه شي له دغو تړونونو څخه لاس ته راتلونکي عواید دخلکو اوولس جیبونو ته ځي دولس دښه راتلونکي لپاره کارول کیږي یوه ښه نمونه یې (EITI) اداره کیدای شي .

بله هیله دافغانستان زراعتي سکتور دی لکه څنګه چې ټولو ته مالومه ده افغانستان یو صنعتي هیواد نه و اونه دی بلکه دهیواد داقتصاد اوبسیا کیدل ترډیره په کرهڼي اومالدارۍ پورې تړلی و داسې څرک لګو ل کیږي چې دافغانستان په کرهڼیزه برخه کې کورنۍ اوبهرنۍ کمپنۍ لیوالتیا لري اوهیله لري چې افغاني کرهڼیز محصولات ترنړیوالو مارکیټونو ورسوي مګر بیا هم ستونزه دټرانزیت اونورې نړۍ ته دبحر له لارې زمونږ نه لاس رسی دی .که چیرې افغان ولس اوافغان حکومت پورتنیو دواړو برخو کې خپل ټول شته اوځواک په کار واچوي ، په کارپوه اوژمن کدرونه په دغه برخه کې وګماري ددې کلک اټکل کیږي چې په ډیر نږدې راتلونکي کې به افغانستان اوافغانان په خپلو پښتو ولاړ اقتصادي نظام ولري .

ډاکټر ثواب الدین مخکښ
په سپیڅلې کلیواله مینه
smakhkash@gmail.com