کور / تازه خبرونه / د کندهار ديني عالمانو پر کونړ د پاکستان بريدونه وغندل

د کندهار ديني عالمانو پر کونړ د پاکستان بريدونه وغندل

نېټه١٣٩٠، ٠٥، ١١
کندهار افغانستان- دکندهار ديني عالمانو ديوې غونډي په جوړولو سره پر افغانستان د پاکستان له خاوري څخه کېدونکي توغنديز بريدونه په سختو ټکو وغندل او په دې برخه کي يې د نړيوالي ټولني چوپتيا او بې تفاوتي د اندېښنې وړ وبلله.
له تېر کال راهيسي دپاکستان له خاوري د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو توغندويي بريدونه کيږي ،چي له امله يې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او خلک يې د سيمې پرېښودو ته اړ کړي دي .
په کندهار کي دديني عالمانو داصلاحي ټولني مشر مولوي تورجان پاکستان ته دافغانستان ددښمن نوم ورکړاو ګوتڅنډنه يې وکړه که چيري افغان دولت او نړيواله ټولنه داوس په شان چوپه خوله پاته سي، ديني عالمان به دافغان دولت دامر پرته دولس په ملتيا پرهغوى بريد وکړي.
ګڼو نورو ديني عالمانو غونډي ته دوينا پرمهال دپاکستان دحکومت په وړاندي دنړيوالو په نه غبرګون سخته نيوکه وکړه او زياته يې کړه،چي نړيواله ټولنه تل دافغانانو سره دمرستي خبره کوي، خو اوس ،چي پاکستان ددې هيواد سلګونه کېلومتره مځکه لاندي کړې او هم پرې دتوغنديو بريدونه کوي ، دوئ چوپه خوله پاته دي.
دمولوي عبدالرحمن په نوم يوه ديني عالم ،چي دديني عالمانو اصلاحي ټولني ته ديوه کار لپاره راغلى و او بيا ياده موضوع ورته په زړه پوري سوه دخپل وينا پرمهال وويل،چي افغانانو تل دپاکستان دخاوري ساتنه کړې او چاته يې اجازه نه ده ورکړې ،چي پرهغوئ بريد وکړي، خو پاکستان برعکس زموږ بې ګناه مسلمانان وژني.