کور / کیسه / دوې ورځي دوه ارمانونه

دوې ورځي دوه ارمانونه

د مكتب په انګړ كې د دوه دوه نيمو مترو په فاصله دېرش څلويښت چوكۍ او ميزونه ايښودل شوي وو. يوولس كلن دوولس كلن هلكان پر چوكيو ناست وو او پارچې يې مخامخ سترګو ته نيولې وې. ټولو هلكانو تكې شنې جامې اغوستې وې. كه به ځينې هلكان له چوكيو لږ را ولاړ شول داسې به وبريښيدل لكه د شنه درياب يوه څپه چې لږه ورو وخوځېږي. د تباشير كښهارى واوريدل شو. ټولو شاګردانو تورې تختې ته سترګې ورپورته كړې.توره تخته په مخامخ ديوال كې ټومبل شوې وه او تر څنګ يې ښوونكى ولاړو. ښوونكي خپله ليكلې جمله تكرار كړه.
_نقل كوونكى او نقل وركوونكى مطلق ناكام! پوه شوئ!
ټولو شاګردانو په يو اواز وويل: “هو معلم صيب”
شاګردانو د ميزونو پر سرونو د امتحان پارچې كېښودې او په ځوابولو يې پيل وكړ. د قلمونو كښهارى اورېدل كيده. كله كله به ځينو شاګردانو له پارچو نه سرونه جګ كړل او په قلمونو به يې غاښونه ټكول. ځينو شاګردانو له خپلو چوكيو نه د څنګ د ملګري چوكۍ ته غاړې وركږې كړې او په خپلو كې به

سره وپسېدل. چې د ښوونكي نظر به پرې ولګيد بيا به يې سترګي خپلو پارچو ته ورواړولې خو د سترګو په كونجونو به يې ښونكى څاره.
مكتب ته مخامخ اووه پوړيزه وداني وه. د وانۍ په دريم پوړ كې يو سيمينار جوړ شوى و. په سيمينار كې ډير شمير ګډون كوونكي نجوني او هلكان وو. ځينې سپين ږيري او د پاخه عمر سړي هم پكې وو. يوه نيمه سپين سرې او د پاخه عمر ښځه هم پكې معلوميده.
د لوډسپيكر غږ يوه څه د مكتب ترانګړه رارسېده. په لوډسپيكر كې خبرې كېدې او مقالې اورول كېدې. په مقالو او خبرو كې د هنر او ښكلا نوم ډير ډېر تكرارېده او ځوږ يې د ماشومانو تر مكتبه رارسېده. د شاګردانو په ډله كې يوه هلك كيڼ لاس د پارچييې د پاسه اېښې و. په ښگي كې يې قلم خولې ته نيولى و او د مخامخ اوو پوړيزې ودانۍ په دريم پوړ كې يې سترګې ګنډلې وې. ښوونكى يې خوا ته راغى، تر څنګ يې ودريده او سترګې يې پكې ښخې كړې. ښوونكى په بريتونوكې موسك و اوښه شيبه د شاګرد تر څنګ ولاړو. شاګرد همغسې د اووه پوړيزې ودانۍ دريم پوړ ته وركتل. ښوونكي پر شاګرد غږ وكړ:
_سعوده! ويده خو به نه يې؟
_نه معلم صيب… هسې… سعود لاړې يې تيرې كړې.
ښوونكى موسك شو او ويې ويل:
_لكه چې سوالونه سخت دي كه څنګه ؟
_نه معلم صيب، سوالونه بيخي اسان دي.
_نو بيا ولې ورته ګورې، ځواب يې كه.
شاګرد د سوالونه په ځوابولو پيل وكړ. دوه سوالونه يې په اسانۍ ځواب كړل. د دريم سوال په ځوابولو بوخت شو. معلم په لوړ غږ”افرين” وويل. د شاګرد پر سره يې لاسونه راتير كړل او بيا يې افرين وويل. ښوونكى د نورو شاګردانو خوا ته رهي شو. سعود بيا د كيڼ لاس خپړه د پارچې د پاسه كېښوده او له ښي لاس

كې نيولى قلم يې خولې ته يووړ. د مخامخ اوو پوړيزې ودانۍ په دريم پوړ كې يې سترګې ښخې كړې. له دريم پوړ نه د هنر او ښكلا د كلمو د بيا بيا تكرار ازانګه راتله. د سعود سر لكه د شاتو كندو چې د هنر او ښكلا د كلمو تكرار لكه دانه دانه مچۍ په بيا بيا ورته راتلې. سعود په دريم پوړ كې له يوه زلمي نه سترګې نه اړولې. زلمي تورپتلون او سپين كميس اغوستى او تكه سره لوغړنه نيكټايي يې تړلې وه او له يوې نجلۍ سره يې خبرې كولې.
د زلمى خبرې نه اوريدل كېدې او حركات يې معلومېدل. نجلۍ يې سترګو ته ښه ځيره وه او مخ يې داسې وراړولى و لكه څوك چې په ونه كې يوه ښكلې مرغۍ ګوري. د زلمي پر شونډو دوامداره موسكا تله او راتله.
سعود خپلې سترګې د زلمي او نجلۍ موسكي حالت ته په نښه كړې وې. ښه شېبه وروسته يې بيا د سوالونو په ځوابولو پيل وكړ. د ارمان كلمه يې په جمله كې راوړه:
_”ارمان چې زه د اوو پوړيزې ودانۍ په دريم پوړ كې هغه زلمى واى چې تكه سره نيكټايي په غاړه، تور پتلون او تك سپين كميس يې اغوستى دى!”

* * * *
كلونه وروسته يوه ورځ د همدې اوو پوړيزې ودانۍ په اووم پوړ كې يو سيمينار جوړو. په سيمينار كې مختلفې مقالې اورېدل كېدې. سيمينار ته ډېگرې نجونې او زلمى راغلي وو. د ودانۍ په اووم پوړ كې په يوه خلاصه كړكۍ كې يو زلمى ولاړو.كيڼ لاس يې د كړكۍ پر چوكاټ ايښې و او په ښي لاس يې د كړكۍ دروازه خلاصه نيولې وه. سريې د كړكۍ تر پاسني چوكاټ لاندې كوږ نيولى و. پر ټنډه يې ګونځې غځيدلې وې او لاندې د ماشومانو د مكتب د امتحان په صحنه كې يې سترګې ګنډلې وې. زلمي تكې سپينيې جامې اغوستې وې. كله

كله به چې په كړكۍ شمال ولګېده نو د زلمي جامې به يې د سپين بادبان غوندې ورپولې. ماشومانو تكې شنې ختې اغوستې وې او په ليكلو بوخت وو. كله كله يې له پرچو نه سرونه اوچتول او د نورو پرچو ته به يې وركتل. يوه نيمه جمله به يې وليكله او بيا به يې سرونه اوچت كړل. ښوونكي په لاس كې لرګى نيولى و او تختې ته يې ډب وركړ. په چوكيو كې نيم راپورته شوي هلكان لكه د شنه درياب كمزوري څپه بېرته كيناستل. يوه شاګرد كيڼ لاس د پرچې د پاسه ايښې و. په ښي لاس كې نيولى قلم يې د لاندينۍ ژامې د غاښونو د پاسه اېښې و او د ودانۍ په اووم پوړ كې يې سترګې ګنډلې وې. د اووه پوړيزې ودانۍ په اووم پوړ كې انانسر انسانس وركړ:
_له سعود څخه هيله كيږي چې د هنر او ښكلا په هكله خپله مقاله د سيمينار ګډون والو ته واوروي. انانسر د سيمينار په ګډون والو كې اخوا دې خوا نظر وځغلاوه. بيا يې غږ كړ: ښاغلى سعود!
يوې نجلۍ په كړكۍ كې ولاړ زلمى راكش كړ:_ سعوده! ويده خو به نه يې؟ سعود سترګې ور واړولى او ورته ځير شو نجلۍ موسكه وه او وې ويل: څه كوې هلكه، له اووم پوړنه لاندې ټوپ اچوې كه څه؟ سعود وويل:
_”ارمان چې هغه لاندې شنه سمندر ته مې ټوپ وراچولاى شواى” د مكتب په انګړكې د شنو ختو والا ماشومان لكه د شنه سمندر ارامه څپه پر خپل ځاى ناست وو.