کور / تازه خبرونه / ملي امنیت څرخي پُل ته نزدې اووه وسله وال له منځه یووړل

ملي امنیت څرخي پُل ته نزدې اووه وسله وال له منځه یووړل

نن سهار وختي ملي امنیت دڅرخي پُل، جنوبي طرف ته څلور هغه کورنه محاصره کړه چي اووه ددولت ضد وسله وال پکښي په دې موخه ځاي پرځای سوي ول چي دکابل پرنوي ښار باندي برید وکړي. دمعلوماتو له مخي، ملي امنیت دسهار پر درې نیمي بجې باندي پردغوڅلورو کورونو باندي برید وکړﺉ، پنځه وسله وال یې بېله مقاومته او دوه یې له څه مقاومته څخه وروسته له منځ یووړل. دغه پېښه د سهار پر پنځه نیمي بجې پای ته ورسېدل اوپه نیتجه کي ملي امنیت زیاته اندازه چاودېدونکي مواد او وسلې هم تر لاسه کړې.
دلراوبر دمعلوماتو اوثبت له مخي، په کابل کي ددغه ډول پیښو اوسطه موده څلور الي شپږ اوونۍ اټکل سوې ده.