کور / تازه خبرونه / ملي امنيت: لس وسله وال مخالفين نيول سويدي

ملي امنيت: لس وسله وال مخالفين نيول سويدي

د کندهار د ملي امنيت رياست وايي چي منسوبينو يې په ښار او ژړۍ ولسوالي کي د عملياتو پرمهال د دولت ضد لس تنه وسلوال چي له مودو راهيسي يې وسلوال فعاليتونه کول نيولي دي.
د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي په ژړۍ ولسوالي کي د ملي امنيت رياست اړوند مديريت تېره ورځ په دغه ولسوالي کي د قومندان احمد الله د ترورستي ګروپ پر ضد عمليات وکړل چي پکښي د ياد ګروپ نهه تنه غړي ونيول سول.
د خبرپاڼي له مخي ياد عمليات چي د خورا کره استخباراتي معلوماتو پر اساس وسول ډېر بريالي ول چي پکښي دولتي لوري او په سيمه کي اوسېدونکو ولسي وګړو ته کوم ډول ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى.
د کندهار چارواکي وايي چي له دې کسانو څخه اوس هم پلټني ګروېږني رواني دي ترڅو نور غړي او شبکه يې هم کشف سي او وروسته به اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کيږي.
بلي خواته د ملي امنيت رياست منسوبين وايي چي په کندهار ښار کي هم د مخالفينو پر ضد چاڼيز عمليات کړي چي په نتيجه کي يې ١ تن نيول سوى دى.
د ګل احمد په نوم نيول سوى مخالف وسلوال د ښار په دوهمه ناحيه او اړوندو سيمو کي يې د مخالفينو د تروستي ګروپ غړيتوب درلود او په دې سيمه کي د هدف وژنو او ترورنو مسؤل و.
له دغه کس سره يو ځاى يو ميل توپنچه او لږه اندازه د توپنچې مرمۍ هم نيول سوي دي.
طالبانو د ملي امنيت لخوا ددغو ادعاو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .