ملي پوليسو تېره اوونۍ ١٢ مخالفين وژلي دي
د کندهار د امنيه قومندانۍ اړوند ملي پوليسو د ښار او ولسواليو په بيلا
بيلو سيمو کي د عملياتو پرمهال ١٢ تنه وسلوال مخالفين وژلي او ١١ تنه نور
يې ژوندي نيولي دي.
ملي پوليسو په کندهار کي تېره اوونۍ ټولټال ١٠ عمليات کړي چي شپږ يې
خپلواک او څلور نور يې مشترک دي او پرمهال يې د مخالفينو د وژلو او نيولو
ترڅنګ دوه تنه زخميان سوي هم دي چي هغه هم د پوليسو لاسته ورغلي او
دامهال تر درملني لاندي دي.
د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي نن سهار د ولايت مقام د
رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته وويل چي د
عملياتو ترڅنګ يې تېره اوونۍ له درې سوه څخه زياتي ګزمې کړي او په همدې
شمېر کي کمينونه يې افراز کړي چي د مخالفينو د تورستي فعاليتونو د مخنيوي
لپاره خورا مؤثر او بريالي ثابت سوي دي.
نوموړي زياته کړه چي د نيول سوو کسانو په ډله کي ځيني يې هغه دي چي د
تيري اوونۍ په اوږدو کي يې په کندهار ښار کي د ګډوډۍ هڅه کړې وه او په دې
لړ کي يې يو پوليس او يو ملکي سړى په شهادت رسولي ول.
هغه دا هم وويل چي ٨٠ کړي ماينونه يې خنثي کړي،٥ميله کلاشينکوفونه،يو ميل
توپنګچه،يو ميل راکټ ،دوه موټرسايکلان او نور بيلابيل جګړيز توکي يې هم
تر لاسه کړي دي
د امنيت امر رحمت الله اطرافي زياته کړه چي د جنايي جرمونو په تور يې هم
نهه تنه نيولي چي په هغو کي وسلوال غله،او د نشه يي توکو کاروباريان هم
شامل دي
د امنيت امر وايې چي د پخوا په پرتله يې د تروريستي پيښو ګراف راټيټ کړي
او هغه کسان چي غلچکي بريدونه يې کول نيول سوي او د قانون منګلوته سپارل
سوي دي
نوموړي وايې چي دا مهال يوازي د ځمکني ماينونو شتون ددوي په وړاندي ګواښ
دي چي ملکي مرګ ژوبله يې زياته کړې ده
بايد وويل سي چي د سړک غاړي ماينونه هغه څه دي چي د ملکي خلګو ژوند يې
سخت د ګواښ سره مخ کړي
وسلوال هميشه هڅه کوي چي په لويو لارو کي ماينونه ځاي پر ځاي کړي چي ډېر
کله يې قربانيان ملکي وګړي وي .