شپږ بهرني پوځیان او ترجمان ووژل سول
ناټو په خپلو څلورو اعلامیو کی نن او پرون د افغانستان په بیلابیلو سیمو کی د خپلوشپږو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړ چی په دې ډول دي : پرون دوه پوځیان او یو ترجمان د هیواد په ختیځ کی ماین چاودنې ووژل ؛ پرون یو بل بهرنی پوځي په جنوب کی ماین چاودنې وواژه ؛ پرون وروسته یو بل پوځي هم په جنوب کی ماین ووژی ؛ او نن دوه نور پوځیان په جنوب کی ماین چاودنې له منځه یووړل .
خو دغو اعلامیو د پیښو اړونده ولایتونه او د مقتولو پوځیانو هیوادونه معرفی نه کړل .