کور / شعر / دغوڼي ملا کیسه

دغوڼي ملا کیسه

مـــلا وو څه معــذوره خـوپه پزه وو غوڼی
ده «الپ» بــــه پــه ویـــلـــو کــي «انېپ» ګـڼـی
کــله چــي شاګـرد ته یې لوست ورزده کاوه
ده ورته «انېپ» وایه شاګرد به هم «انېپ» ګڼی
مـــلا ویــل شــاګردته، چي مه وایه «انیپ»
شاګــــرد ورتــه ویـــل هغــسې ګڼــم، چي تا ګڼی
څـنګه یـې چي خلک وایــي، ووایه هغـسي!
شاګرد چي وپوښتل: ملا بیا «الپ» «انېپ» ګڼی
په دغـه مدرسه کي «الپ» پاته سو «انېپ»
شاګرد هم «الپ» نه کی زده تلې بیا «انېپ» ګڼی
که ځان ته نه کې سم بل به کې ته څنګه سم
«انېپ» به «الپ» نـــه کـــړې تـــرڅـوچي تا ګڼی