کور / تازه خبرونه / په افغانستان کښي د کاناډا لوی قوماندان استعفا وکړه

په افغانستان کښي د کاناډا لوی قوماندان استعفا وکړه

د کاناډا د پوځ مشر او لوی درستیز جنرال ریک هیلیر نن خپله استعفا د کاناډا حکومت ته وړاندی کړه.


ښاغلي هیلر د ۲۰۰۵ کال د جنوری په میاشت کی د کاناډا د پخواني صدراعظم ښاغلي پال مارټین لخوا په دې دنډه ګمارل سوی وو. او نن یې خپله استعفا اوسنی صدراعظم ښاغلي سټیفن هارپر ته وړاندی کړه .


ښاغلي هیلر په افغانستان کي د کندهار په ولایت کی د کاناډایی قواوو مشرې په غاړه درلوده . او په اکثرو جګړو کی یې ګډون کړی وو.


ښاغلي هیلر په کال ۱۹۵۵ کي د کاناډا په نیو فوندلنډ ایالت کي زیږیدلی دی او ۳۶ کاله یې د کاناډا په پوځ کي وظیفه اجرا کړی ده .


داسی آوازې  هم سته چي د جنرال او صدراعظم تر منځ د افغانستان په هکله  د نظر تفاوتونه موجود دی .


د کاناډا د ۶۸۰ نیوز راډیو په حواله جنرال هیلر ویلی دی چي د طالبان د منځه وړل امکان نلری او دوی بیا راځي او بیا راځي .