کور / z_buitenland_news -- 5 / پوټين د «يومو ټي روسيې» د ګوند مشر و ټاکل سو

پوټين د «يومو ټي روسيې» د ګوند مشر و ټاکل سو

د «يو موټې روسيې» د ګوند نهمه کنګره چې د دوشنبې راهيسي په مسکو کې روانه ده ولاديمير پوټين يې درايو په اتفاق سره ددغه ګوند رئيس وټاکه .


 


د «يو موټې روسيې» ګوند چې د پوټين په نوښت په کال ۲۰۰۱ کې د روسيې دوضعي د ښه کېدو په خاطر تأسيس سوی وو او د هغه څخه يې په ډاګه ملاتړ کاوه خو  پخپله ددې ګوند غړی نه وو .دغه اقدام  له دې سره چې نوموړي د خلکو په مينځ کې  زيات محبويت لاره  ددې باعث وګرځيد چې د «يو موټې روسيې» ګوند  ددوما په انتخاباتو کې غوڅ اکثريت ترلاسه او دغه ګوندپه دوما کې د ۴۵۰ څوکيو نه ۳۱۵ څوکۍ وګټي .


 


پوټين  ويلي دي چې دجمهوري رياست په مقام کې د ديميتري مددوف   د لوړي نه وروسته چې د می پر اوومه نېټه تر سره کيږي د حزب ریاست به رسماً پر غاړه واخلي .


 


 په نظر کې ده چې پوټين به دخپلي  جمهوري رياست د دورې په  ختمېدو سره به دمددوف په غوښتنه دروسيې د صدراعظم په مقام کې ځای ونيسي .