د بادغیس ولايت له پوهنې رياست سره مرسته وشوه

د لراوبر اداره | اگست 4th, 2012


د قلعه نوښار: په بادغیس ولایت کی میشت د ایشیا فوندیشن موسسی د خپلو مرستو په دوام دروان کال دزمری دمیاشتي په ۱۴ مه نیټه د نوموړی ولایت دپوهنې ریاست سره د ماشومانو لپاره ۱۸۰۰۰ توکو کتابونو مرسته وکړه.
په هغه غونډه كې چې له همدې امله نن دپوهنې ریاست په تالار کې جوړه شوی وه د پوهنې رئيس دنوموړی موسسي له دغې مرستې مننه وكړه او دپوهنې په برخه كې یې د دوی د لازياتو همكاريو غوښتونكى شوچې بالمقابل دهر راز مرستو او همکاریو وعده ورکړل شوه.
په مرسته شوی کتابونه د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د۵ بابو مرکزی ښوونځیو وزده کوونکو ته توزیع شول.

Copyright Larawbar 2007-2024