کور / کره کتنه / د نقد او سپکاوي ترمنځ واټن ( د ايمل پسرلي ليکنه)

د نقد او سپکاوي ترمنځ واټن ( د ايمل پسرلي ليکنه)

نقد انسان ته لار ښيي او پام يې هغو برخو ته اړوي چې ښايي خپله يې ونه ويني. په همدې دليل زۀ پر نقد خوښېږم او ډېرکله خپلوماشومانو ته لا وايم چې زما پرچلند راته ووايي او له خپلوهمکارانوڅخه غواړم چې په تېروتنو مې وپوهوي. د خوالۀ په رسنيوکې هم د هغو خلکو تبصرې نه ړنگوم چې نقد يې راباندى کړى وي. خو د نقد او سپکاوي ترمنځ کرښه د پل صرا ط په څېرنرۍ نه بلکې خورا ښکاره او غټه ده چې له بده مرغه يې ډېرکله تر نالوستوافغانانو لوستي هغه نه گوري.

له تېرو څو ورځو، بېلا بېلو پښتو وېبپاڼو د بي بي سي پر پښتو وېبپاڼې نيوکې پيل کړي دي. وايي د اولمپيک داسې عکسونه يې خپارۀ کړي چې زموږ ټولنه يې نه شي زغملى. ما د روژې په ورځو کې له کاره رخصت اخيستى چې په کورکې په کراره له روژې خوند واخلم. له کاره تر ډېره خبر نه يم. خو دا په دې مانا نه ده چې زۀ له مسووليته ځان وباسم. که زۀ يم که مې همکار وي که مو تېروتنه کړې وي يا مو ښه کړي وي ټول سره يو يوو. د اولمپيک د عکسونو پر ښو او بدو هم قضاوت نه کوم. يوازې د بي بي سي ټولو وېبپاڼو نه بلکې د نړۍ نورو رسنيو هم خپارۀ کړي دي.

که ما پر دغوعکسونو نقد کولى نو پرعکسونو به غږېدم. منطق به مې کاروۀ چې ولې يې بايد پښتانه ونه ويني. دا مې نه کول چې د بي بي سي پښتوهمکاران ” تش په نامۀ پښتانۀ او تش په نامۀ مسلمانان” وبولم. دا مې هم نه ليکل چې ” ايمل پسرلى د افغانستان په برخه کې منفي نظر لري، د انگلستان گټې ورته تر هر څه مهمې دي” چا که يې په دفاع په بله وېبپاڼه کې څه ليکلي واى هغه ته مې هم بد نه ويل او نه مې د ” کفر” ټاپه پرې لگوله .يوۀ ملگري ته مې چې د دغو بېلابېلو وېبپاڼو په چلوونکو کې گڼل کيږي وويل”سړيه پښتنولۍ او مسلمانۍ ” له کتاره دې ولې ايستلى يم.

ويل يې کوم ځاى، ما ويل په هغه ليکنه کې، تر لوست وروسته يې راته ويل: ” والله موږ يې دومره په دقت نه لولو او نه هم پرې دومره پوهيږو لکه تاسو”. همدې ملگري راته وويل دا ليکنه به ړنگه کړم. ما ويل نه نقد يې کړى دى زۀ د نقد مخالف نه يم، په راتلونکي کې دغه ډول ليکنوکې دوو خبرو ته پام کوه:

۱: د ليکوال نوم دې مستعار نه بلکې خپل وي
۲:که تور لگوي، ښکنځل کوي، گواښ کوي دا نقد مۀگڼئ سپکاوى يې وبولئ.

يوۀ بل وېبپاڼه چلوونکي راته ويل:

“خورا ډېرې ليکنې راځي خو اخر مجبوريږو چې خپرې يې کړو”. ما ويل که منطق په کې وي، سپکاوى نه وي بايد خپرې شي. ده راته کړه چې ځينې مې نه دي خپرې کړي. ما ويل ولې؟

ويل يې په هغو کې يې ويلي و چې ” ايمل پسرلى له لوى کندهار سره دښمني لري، دا سپکاوى دى اوغلطه خبره ده خو که د افغانستان او دين په برخه کې څه وي نوهغه ارو مرو خپروم”.

خنداراغله. زما مېرمن د کندهار ده، هغې ته مې وويل خبر نه وم چې له تاسو سره مې دښمني ده. مېرمن مې چې ځينې خپرې شوې ليکنې يې لوستې وې راته وويل:

” په کندهار شکر باسه د ټول افغانستان دښمن يې بللى يې”.

د بېلابېلو وېبپاڼو چلوونکو راته وويل چې ځوابي ليکنه وکړم خپره به يې کړو. ښايي دوى هم په دې هيله وي چې زۀ به هم هغو ښاغلو ته چې تر اوسه يې تورونه لگولي او ښکنځل کړي دي، ورته ځواب وايم.

داسى نه شم کولى خو په دې يې فکرکولو ته اړايستى يم چې څرنگه پښتو وېبپاڼه چلونکي دې ته متوجه کړم چې که څوک ستاسو د پاڼو له لارې پرچا تور لگوي، گواښ ورته کوي يا ښکنځلې ورته کوي مسووليت يې ستاسو هم دى. لږ تر لږه په لوېديځ کې موقانون پوښتلى شي.

زۀ به نه يم خو يو نه يو څوک به يوه نه يوه ورځ داکار وکړي. ښايي په دې به ځينې وېبپانې خوښې وي ځکه چې که چا نه پېژندلې په دې ډول به يې وپيژني خو هغه چې ځان ته په درنه گوري ښايي د نقد او سپکاوي په توپيرپوى شي.