کور / تازه خبرونه / فراه:د روژې په مناسبت ۲۴ بنديان ازاد سول

فراه:د روژې په مناسبت ۲۴ بنديان ازاد سول

د فراه ولايت چارواکي وايي د روژې مبارکي مياشتي ددرناوي او جمهور ريس د فرمان پر اساس يې د فراه ولايت له زندان څخه ۲۴ کسه له بنده ازاد کړل .

د فراه چارواکي وايي دا کار يې د جمهور ريس د فرمان پر اساس وکړ چی ښه حکومت داری ،دفساد پروړاندي مبارزه ،خود کفا اقتصاد او دقانون تطبیقول ودفراه مسولینو عملا په کار پیل وکړ، ترڅو داولوسونو زړونه لاهم لاسته روړل شی او ددوی باور پر حکومت ډیر شی.

د فراه ولايت مطبوعاتی مسول عبدالرحمن ژوندي په وينا دفراه والی داکټر محمد اکرم خپلواک ، دټولو امنیتی او کشفی ارګانونو دتوقیف خونو څخه په داسی حال کی لیدنه وکړه چی دبندیانو دخوشي کولو یو پلاوي یی چی وار دمخه جوړ کړی ورسره و، و وروسته یی ټوله ارګانونو ته دنده وسپارل چی هرڅه ژر هغه کسان چی دمشکوک یا په یوه اوبل نامه فعلا بندیان دی دوسي یی وڅیړل شی، چی ایا واقعا مجرم دی که بیګناه ،چی په پایله کی پرون دامنیه قوماندانی ۲۴ کسه هغه بندیان چی بی ګناه ثابت شوی وه خوشی کړل ، تر څو له یوه اړخه اصلاحات او له بل اړخه داولوسونو اعتماد ډیرشي.