کور / تازه خبرونه / دوه نیوزیلینډي پوځیان ووژل سول

دوه نیوزیلینډي پوځیان ووژل سول

ناټو په یوه اعلامیه کی خبر ورکړ چی طالبانو پرون د افغانستان په ختیځ کی دوه بهرني پوځیان ووژل ، خو نور هیڅ تفصیل یې ورنکړ .
مګر د نیوزیلینډ د دفاع وزارت نن په یوه رسمی اعلامیه کی ومنل چی هغوی دواړه نیوزیلینډي پوځیان وو چی په بامیان ولایت کی ووژل سول . اعلامیه وایی چی لومړنی پوځي په هغه زرهپوش کی سپور و چی طالبانو په راکټ وویشت او دوهم تر راوتلو وروسته په مرمۍ وویشتل سو چی وروسته روغتون ته په لاره په هلیکوپتر کی مړ سو .
اعلامیه زیاتوی چی په دې سخته حمله کی شپږ نور نیوزیلینډي پوځیان زخمیان دي چی د درو روغتیایی حالت خطرناک دی .
مخکی ذبیح الله مجاهد همدغه ادعا کړې وه ، خو اوس ناټو او نیوزیلینډ د هغه ادعا تصدیق کړه .