کور / د ډيورنډ کرښه / د ډیورنډ کرښي تړون او افغــــان ولـس

د ډیورنډ کرښي تړون او افغــــان ولـس

ليکنه: سورګل تڼي

افغانستان چې د پنځه زره کاله اوږد تاريخ لري،تاريخ پوهانويي بېل بېل پړاونه بيان کړيدي. افغانستان ددې ټول تاريخ په اوږدو کې په پرلاپسې ډول نړۍ د زورورو قوتونو د بريدونو اوتېريو ډګر ؤل. موږ راځو دې خبرې ته چې دنن نه وروسته به د افغانستان لانجې کومې خواته ځي.

ددې خبرو د سپينوي لپاره ډيورنډ دکرښې نه پيل کوو. په ۱۸۹۳کال د دويم ځل لپاره انګرېزانو هځې وکړلې چې په زور جوړجاړي سره دافغانستان دخاورې پر يوه برخه خپلې منګولې  نورې هم ژورې ښخې کړي.

انګرېزانو ته د افغانانو سره دې دوجګړو وروسته دا پته لګيدلي وه چې په دغه ولس دبرچې په زور اونېغ په نېغه واک چلول نا شوني دي،نو يې په عبدالرحمان خان پاچا زور راوړلوچې د افغانستان لوري د خپلې خاورې يوه برخه برتانوي هند ته ورپرېږدي اوبرېتانويان به په بدل کې دا ومني چې پرنوره افغانستان به تېري نه کوي او د کال به څه ناڅيزه روپۍ هم دپاچا په اختيار کې ورکوي. خو پاچا بيا دا حق نلري چې بې د انګريزانو له مشورې او پتئلو په خپل سر د نورو هېوادونو سره دېپلوماتيکې اوسوداګريزې اړيکي ونيسې. مانا دا چې دپاتې افغانستان واک اواختيار(بهرني سياست)به هم د انګرېزانوپه لاس کې وي. نو عبدالرحمان ته يوازې دومره اختيار ورپاته سو چې دنيم پاته افغانستان پر ولسونو باندې واک وچلوي اوپاچاهي پر وکړي.دغې معاملې ته چې سړي ځير شي دهغې وخت شرايط هرڅه چې ول،خو داسې څرګنديږي چې عبدالرحمانخان غير دخپلې نيمګړي پاچاهۍ کولو نورڅه د انګرېزانو له لوري تر لاسه نکړل،دهېواد يوه ستره برخه خاوره يې بشپړه د انګرېزانوپه ولکه کې ورکړله اوپاتې برخه يې هم که په نېغه نه وه خونيم بنده ددوي په ولکه کې پاتې شوه.

د برېتانيه لپاره دغه وخت(۱۸۹۳کال)چې دهغوي دبهرنيو چارو وزير مسټر هنري مارتيمر ډيورنډ د پنسل اونقشې سره افغانستان ته راغي ډېر حساس وخت و ځکه دا وخت د تزاري روسيې د واکمنۍ د پولو بريدونه دافغانستان سره لګيدلي ول. په دغه حساس وخت کې د ډيورنډ دغه پنسل د تېرې پولادي تورې په څېرپر نقشه راکش کړه او دافغانستان بدن ييې دوې ټوټې کړ ،يوه برخه يې دځانه سره يووړله او بله برخه يي دځان لپاره وساتله. پاچا دغه د پياورژلي بدن تړون ورسره لاس ليک کړ (؟). انګرېزانو په دې تړون سره له يوې خوا دخپلو پوځونو دخوندي ساتلو وېړه جوړه کړله او دبلې خوا يې د تزاري روسيي سره په اصطلاح بفر زون رامنځ ته کړ.

که د افغانستان تاريخ ته وګورو،هغه تل د نړۍ د زورورو قوتونو له خوا تر يرغلونولاندې  راغلی او راځي،ددې علت تاريخ پوهان دافغانستان جغرافيه يې موقعيت بولي او وايي چې افغانستان د آسيا په زړه کې پروت هيواد دی،ددې ځايه د نړۍ سترقوتونه کولی شي چې نور آسيايي هيوادونه کنټرول او واکمني پر وچلوي.دنړۍ سياست پوهانو اوتاريخ پوهانو هم دافغانستان په باب ورته نظرونه څرګند ګړيدي،دبېلګې په توګه د برېتانوي هند دهغې وخت وايسراي ويلي ول چې افغانستان دټولې آسيا دپاره دتياتر د سټېج غوندې دی. آرنولد ټوئنبي کوم چې يو برېتانوي تاريخ پوه و، افغانستان يي دآسيا ترټولو مشکلترينه سيمه بللي وه. همدا ډول په نولسمه پېړۍ کې کيلپېنګ پر افغانستان باندې جګړو ته د((سترې لوبې)) نوم ورکړي و.

څرنګه چې عبدالرحمانخان يو خپلواکه پاچا نه و نو ځکه د۱۸۹۳کال تړون دزور تړون بلل کيږي چې په همغه وخت کې يي هېڅ قانوني اعتبار نه درلود. دبلې خوا په همغه وخت کې د ډيورنډ کرښې دواړو خواو افغانانو هغه تړون ونه منلو. د تړون نه لږ وروسته د مسيدو وزيرو، داوړو، مروتو، خټکو، بنوڅيو، توريو او وزيرستان شاوخوا ټولو ډيورنډ ليکې هغې خوا پرتو قومونو ، د ليکې دې خوا ځدراڼو، تڼيو،منګلو،ارګونيانو اونوروټولو قومونوپه ګډه دهرې خوا څخه د واڼا او ټل پر انګرېزي چوڼيو يرغلونه پيل کړل، د انګرېزانو يي ځينې بشپړ ټولۍ سټ کړل اونورو ته يي ډېره ژوبله ورواړوله،په دې سيمه کې يې دهغوي ټولو پوځي زېرمو ته اورونه ورواچول او وسلې يي ورڅخه غنيمت يووړلې. ددې بريدونو سره سم دمومندو،اپريديو،ماموندو،باجوړ،سوات،مردان،پېښور شاوخوا ټول پراته قومونه، د کرښې دې خوا کونړ،ننګرهار،لغمان قومونه ان ترکابله پورې راپاڅيدل او د انګرېزانو پر چوڼيو اوتاڼو يي سخت بريدونه پيل کړل، د کوټې خوا ډيورنډ کرښې پراتو دواړو خواو ولسونو په ورته عملونو لاس پورې کړ. انګرېزان اړ شول چې له عبدالرحمن خان څخه  وغواړي چې ددې جګړو مخنيوي وکړي. هغې هڅې وکړلي خو هڅي يې بريالۍ نه وې . انګريزان اړ شول چې د اټک چوڼۍ اودهغې څخه هغې لورنور هندوستان څخه نورې لښکرې د پښتنو سيمې ته راولېږدوي تر څو د يرغلونو او الوګولو مخنوي وکړي. خو څرنګه چې دغه خپل سري ولسي پاڅون و ،يوه قومانده اوسم سمکۍ جګړه نه وه نو ځکه په بېلو بېلو ځايونوکې په بېلو بېلو وختونو کې د انګرېزي پوځ له خوا په ډېره بې رحمۍ سره وځپل شول او بې شمېره زيات غازيان يي شهيدان کړل.

 افغانانو ته دانګرېزانو له خوا د اوښتو ډېرو مرګ – ژوبلو سره سره هغوي خپل بريدونه جاري وساتل،خو لکه چې وويل شول دغه بريدونه د بېلو قومونو له خوا هر قوم پخپله تنظيمول او همغږي پکې نه وله نوځکه به کله ورو اوکله زياتيدل. دتودې او ګرمې جګړې ترڅنګ انګرېزانو دتطميع کولواودهغې لارې په ولسونو اودقومونو په منځو کې د بې اتفاقيو اوګډوډيو اچولوباندې هم ډېرې خرڅې کولې خولکه څومره يي چې خرڅې کولې دومره يي ځاي نه نيولو.

د خپلواکۍ جذبات:
د اميرحبيب اله خان تر مرګ وروسته په ۱۹۱۹کال دفبرورۍ په دوويشتمه ورځ کله چې امان اله خان د پاچاهۍ اعلان وکړو، دغازيانو احساسات يو ځل بيا د افغانانوپه ټوله خاوره کې په جوش او غورځنګونو راغلل،هر چېرې باتورو افغانانو د انګرېزانو سره دجګړي کولو بندوبست اوتياري نيول په چټکۍ سره پيل کړل. اميرامان اله خان د ۱۹۱۹کال د مارچ مياشتې په دريمه نېټه دبرېتانيه لوري ته ليک ولېږلو،په ليک کې يي ورته ليکلي ول چې افغانستان غواړي ستاسو سره د ۱۹۰۵ او ۱۸۹۳کلونو په تړونونو نوي کتنه وکړي داسې چې دواړه دولتونه برابرحقونه ولري. ددې ليک دلېږلو سره سم افغاني لوري د خپلواکۍ اخستلو لپاره تياري نيول هم پيل کړل. د انګرېزانو له خوا د ليک ځواب يوازې ددې کال د اپرېل په مياشت کې راورسيدلو چي په هغه کې د کابل دليک په ځواب کې هېڅ نه و ايستل شوي،يوازې پر سوداګريزو اړېکو خبرې پکې ليکل شوي وې.

افغاني لوري خپل پوځونه د هېواد د ختيځو اوسهلي نويو پولو پر لور ظاهرآ د پولو د ټينګولو په نوم وخوځول. خو انګرېزان چې د افغانستان حالات ورمعلوم ول،په ډېرې چټکۍ سره يي دخپل درې سوه څلويښت زريز پوځ زياته برخه د چترال نه تر کوټې پورې پر پولو ځاي پر ځاي کړل. خو د افغانستان د خپلواکۍ د ګنګوسو په خپريدو سره نه يوازې په پښتونخوا اونور افغانستان کې بلکه په ډېلي،بمبئي، لاهور،امرتسر او د هند په نوره لويه وچه کې هم دانګرېزانو پرضد خپل سري د آزادۍ غورځنګونه او خوځښتونه پيل شول.په هر ځاي کې به چې انګرېزي پوځونه د يوځاي نه بل ته خوځيدل پارټيزنانو به بريدونه پرې کول او هغوي ته به يي مرګ ـ ژوبله اړوله. په لاهور کې انګرېزي ضد غورځنګ ډېر زور واخيست. د ډېلي ـ بمبيي، ډېلي ـ امرتسر او ګجرانواله په اورګاډو باندې چې پوځيان يي لېږدول پرله پسې بريدونه زياتيدل. د انګرېزي پوځونو په تاڼو او چوڼيو يي بريدونه کيدل. په دې ډول يي د انګرېزانو تر پښو لاندې ټوله خاوره سکروټې ګرځولي وه.

د همدې(۱۹۱۹)کال د اپرېل په مياشت کې افغاني پوځونه د کابل څخه د ننګرهار(د سپهسالارصالح محمدخان په مشرۍ)،پکتيا(د سپهسالارنادرخان په مشرۍ)، کندهار(سردار عبدالقدوسخان صدرآعظم په مشرۍ)په لورو وخوځيدل، خو د پوځونو شمېره اود هغوي جنګي وسايل د انګرېزي پوځ سره هېڅ نه پر تله کيدل. دغې افغاني پوځونو چې هر لور ته يي شمېره تر دريو زرو نه اوښتله،هرې ډلې څو توپونه اوساده ټوپک د لږ کړتوسو سره لرل خو لا افغاني لوري د جګړې اعلان کړي نه و او ويل يي چې دا پوځونه يوازې د خپلو پولو دکلک کولو لپاره استوو. دافغانستان دولت دجګړې لپاره سم تياري اوښه نظم نه درلود،په کابل کې يي دقوماندې مرکز(داسې کمسيون يا ډله چې په جنګي تاکتيکونو اوجنګي سياست پوهه کسانو ګډون پکي لرلي وای) نه درلود،جګړې ته بيړه وشوه، د کابل اوپورته ياد شوو ولايتونو ترمنځ اړېکي دتخنيک دنشتوالي له امله يوازې د آسونو د سپرلۍ يا پلو وګړو له لارې نيول کيداي شوې،دجګړې په لومړيو کي دا غلطي هم وشوه چې په ننګرهار کې دمخه تردې چې نورو دو ولايتونو ته پوځونه ورسيږي، جګړه پيل شوه .

 تاريخ پوهانو يي دوه علته څرګند کړيدي: يو دا چې صالح محمد کله چې دسيمې د ولسونو احساسات ليدلي دي نوخيال يې راغلی دی چې په اسانۍ او ژر به دده پوځ ددې سيمې د ولس په مټ په پښور ښار ورننه باسي اودجګړي ګټلو قهرمان به دی شي،بل نظر دادی چې دی دانګرېزانو له خوا تطميع شو چې بې وخته جګړه يي پيل کړله او بيا يې د څه پرمختګ سره سره دخپلې يوې ګوتې په زخمي کيدو لښکرو ته بېرته د شاته تګ امر وکړ  سره ددې چې د خيبر څخه صالح لښکرې راشاته کړلې خو په نورو دغو ننګرهار او کنړ سيمو کې غازيانو خپلو بريدونو ته دوام ورکړ. نو دولت اړ شولو چې بله پوځي ډله د محمدعمرخان(هغه په سور جنرال مشهور و ) سيمې ته ولېږي،په هغه پسې وروسته يي بل پلاوی ( هيءت ) دغلام نبيخان څرخي په مشرۍ واستولو،ترڅو دجګړې دغه جبهه ښه پياوړي شي. دننګرهار نه څو ورځې وروسته د پکتيا په لوري کې هم جګړه ونښتله، دغه جګړه  د پولې ددواړو غاړو پرتو قومونو په ملاتړ په چټکۍ سره پر مخ ولاړه او ډېر ژر افغاني لښکرو په ټل او واڼا کې د دښمن پخې چوڼۍ ونيولې، دښمن د سختې مرګ ـ ژوبلې وروسته خپل پوځونه شاته کړل او د غازيانو له لوري په دوي پسې پل واخيستل شو.

د کندهار په لور د افغاني پلاوي  د رسيدو نه د مخه انګرېزي پوځونو جګړه پيل کړه تر څو ځينې مهم ځايونه کلک کړي. د کندهار په لور د افغاني جګړې د پيل په وخت د افغانستان د ډيورنډ کرښې دې خوا برخې بشپړه آزادي ومنله اود کابل دولت له خوا خپلو ټولو لښکرو ته امر وشو چې جګړه ودروي اود نيول شوو سيمو څخه را بېرته شي. دغه خبر په افغاني قومي لښکرو سخت بد ولګيد، په ځينو ځايونو کې خو ددې امر سره سره جنګياليو خپلو جګړو ته دوام ورکړ، د بېلګې په توګه د کندهار په لور د اوربند نه وروسته ډېر وخت غازيانو پر انګرېزي مورچلو بريدونه کول. د سولې خبرو د پيل کيدو په مهال د کندهار لښکرو مشرتابه ته وويل شول چې  له نيول شوو ځايونو څخه څه چې دډيورنډ کرښې نه هم بايد لږ شاته لاړشي،خو افغاني لښکرو له لوري ځواب ورکړل شو چې موږ د هند له لارې غواړو حج ته لاړ شو.

 په دغه بيخي نابرابره جګړه کې د افغانانو د بري چانس په دې کې و چې له يوې مخې په خپل سر افغاني پاڅون په لر او بر افغانستان کې راوټوکيدل ،برسېره پرافغانانو د هند په لويه وچه کې نور قومونه هم ځای پرځای ول لکه چې دمخه اشاره ورته وشوه راپاڅيدل او انګرېزان يي اړ ايستل چې د افغاني لوري غوښتنې ومني. د کابل واکمنو دهغې وخت د شرائطو په نظر کې نيولو سره د ډيورنډ کرښې دې خوا افغانستان د خپلواکۍ په منلو جوړه وکړله،خو افغاني ولسونو په ټوله کې اوپه خاصه د ډيورنډ کښې دواړو خواو پرتو افغاني قومونوهېڅکله دغه د ډيورنډ کرښې هغې خوا خاوري د انګرېزانو په واک کې پاتې کيدل ونه منل.

 د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پرتو قومونو ان د هندوستان تر آزادۍ(۱۹۴۷کال) پورې د انګرېزي پوځونو پر ضد پاټيزاني جګړې په پرله پسې توګه پرمخ بېولې. يوه ښه بېلګه يي حاجي ميرزاعليخان يادولای شو. حاجي ميرزاعليخان چې په ګرووېک حاجي سره مشهور ول(ګرووېک هغه جګ غرونه دي چې د اورګون،ځدراڼو،تڼيو،داوړو او رازمک تر منځ براته دي،حاجي د افغانستان د سهلي سيمو د ډيورنډ دواړو غاړو وګړو په مرستو په دغو غرونو کې د غازيانو لپاره ګورې جوړې کړيوې په کومو چې دهغې وخت د الوتکو بمونو اغېز نه شو کولي او د انګرېزانو پلي پوځونه شاوخوا پراتو قومونو نه د ورتېريدلو امکانات نلرل)دسهلي سيمو ټولو قومونو ځلميان ده ته د غزا لپاره ورلېږل او د حاجي مالي ملاتړ يي کولو. دا ډول د غازيانو ستر مشران اود هغوي د غازيانو ډلې د کوېټې نه نيولي بيا ترچترال،اټک قلعه،ديره اسمعيلخان او نورو برخو کې ډېر ول. دچارسده چې د پېښور په شمالي دروازه کې پراته سيمه ده  دټول وژنې دشهيدانوتاريخ هېڅکله افغانان نشي هېرولای. د اپريديو عجب خان د انګرېزانو سره جګړې او دهغي له خوا د پښتني کلتور لوړه شمله ساتل پخپله د انګرېزي بيبيانو په قلم رنګين شويدي.

د هند د لوي وچې څخه د ا نګرېزي استعمارچيانو د وتلو پر مهال د افغانستان د وخت دولت هغوی ته وويل چې د افغانستان خاوره بېرته امانت افغانانو ته وسپاري خو هغوي غوږونه پرې کاڼه کړل. ددوی تر وتلو وروسته کله چې په ملګروملتونو کې په سيمه کې د نوي دولت جوړيدل د پاکستان په نوم مطرح شول د افغانستان دولت هلته ددې دولت جوړيدل په رسميت ونه  پېژندل او مخالفه رايه يي ورکړه. دا چې د زورورو اوبه په پېچومي خيژي،ځکه دخوارو افغانانو غږ تر اوسه څوک نه اوري، خو دا خبره ټولو نړيواولو ته بايد په ډاګه وي او بايد په ډاګه ورته وويل شي چې افغانان د تاريخ په اوږدو کې د خپلې خاورې له دعوي څخه نه تېر دي اونه به هيڅ کله ورڅخه تېر شي.

د پاکستان دجوړيدو د وخت(۱۹۴۷کال) څخه بيا تر۱۹۹۲کال پورې دافغانستان ددولتونو له خوا تل د سنبلې مياشتې نهمه نېټه د ډيورنډ کرښې هغې خوا پښتنو او بلوڅو د آزادۍ د ورځې جشن په نوم لمانځل شويدي، کومو کې چې د دولت مشرتابه ګډون کولو، د کرښې هغې خوا يو شمېر پښتنو او بلوڅو مشرانو به د هغې خوا ولسونو په استازيتوب خبرې پکې کولې او په ترانو،اتڼونونواومارشونو به پاي ته رسيدل.

نوي ازمايښتونه
د سردارمحمد داؤدخان د صدارت پر وخت يو ځل د ډيورنډ کرښې د هغې خوا پښتانو او بلوڅو خبره راپورته شوه اونيږدې وه چې ددې موضوع په سرد افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه ونښلي خو دافغانستان د کمزوري اقتصادي اوپوځې حالت ترڅنګ د بهرنيو دولتونو د فشار له امله جګړه پيل نشوه. په ۱۳۵۸کال کې هم د وخت دولت دشوروي اتحاد له دولته غيرې رسمي په خبرو کې غوښتنه وکړله چې که دوی تياري وښئي بيا به رسمي غوښتنه وکړي،هغه داسې ول چې دوی ته وويل شول چې د ډيورنډ کرښې هغي خوا د آزادو قبائلو سيمه يوه تشه سيمه ده که چېرې تاسې موږسره تخنيکي اومالي مرستې وکړي،موږ به هلته په چټکۍ آبادۍ وکړو او دغه زموږ اولس به موږ په خپله غېږ کې راونيسو،خو شورويانو چې د ځانه سره پټ پلانونه دافغانستان اوسيمې په باب لرل د افغاني مشرتابه خبره يي هغه د عوامو په اصطلاح په سمدم تيره کړله اولکه چې هېڅ يي اوريدلي نه وي. ډېر لږ وروسته جوته شوه چې شورويانو دافغانستان د نيولو نيت درلود اوغوښتل يي چې ددې لارې دهند سمندر تودو اوبوته ځان وباسي.

مګر کله چې په دې پلان کې پاتې راغلل نو بيايي دافغانانو ديوځای کولو پرځاي دافغانستان نوره وېشلو ته ملا وتړله،هڅې يي پيل کړې چې افغانستان په شمال اوسهېل ووېشي چې تراوسه يي هم له دغو هڅو لالاس نه دي اخستي،خو ددوی هڅې په پرلاپسې ډول ټولو اصيلو افغانانو له خوا دماتي سره مخ دي او مخ به وي.

وګوري د شلمې پېړۍ په دويمه نيما يي کې (دوه وېتنامه)وېتنام چې په بهرني(آمريکايي)زور سره جلا کړل شوي ول،بېرته سره يوځاي شولو. دهمدې پېړۍ په پاي اود يوويشتمې پېړۍ په درشل کې (دوه المانه)المان دولت چې په دويمې نړيوالې جګړې په پاي کې د نړۍ د زبرقوتونو له خوا په دو برخو وېشل شوي ول، بېرته سره يوځاي شولو او يوالماني دولت جوړ شولو. که بهرني(آمريکايي)زور نه و اوس به لا ډېر دمخه دواړه کورياوې(شمالي اوسهلي کوريا) سره يوځاي شوي واي. دغه متل ډېر ژور او ډېر دقيق دي چې وايي، اوبه په ډانګ نه بېليږي.

د سږکال(۱۳۸۶کال) د افغانستان اوپاکستان د دولتونو او ولسونو ترمنځ دزمري مياشتې د اتلسمې نه تريوويشتمې نيټې پورې غونډه چې د کابل په ښار کې جوړه شويوه د پنجاب په استازيتوب يو تن د ډيورنډ کرښې سره تماس ونيولو ترڅو د خبرو لاره بلي خوا ته کږه کړي. دهغې وروسته کله چې ښاغلي جورج ډبليو بوش دغيررسمي ليدنې لپاره په خپل پلارنۍ استراحت ځاي کې ښاغلي حامد کرزي مېلمه او کتنه يي سره وکړله. ددې کتنې وروسته ،کرزي د ژورنالستانو سره خبرې وکړې، يو تن ژورنالست د کرزي څخه وپوښتل چې دغه جنجالونه او جګړې چې په افغانستان کې روان دي، که تاسې د پاکستان سره د ډيورنډ ليکې موضوع حل کړئ، د جګړو دپای ته رسيدلو لاره يې نه بولئ؟ هغه ( کرزي ) په ځواب کې وويل چې دغه واک زه نلرم چې دډيورنډ ليکې په اړه زه وغږېږم او فيصلې وکړم. د ښاغلي کرزي دا خبره ډېره پرځای وله خدای د وکړي چې تر پايه په خپله خبره ټينګ ولاړ اوسي.

د دې کال د سپتمبر په پنځه ويشتمه بېنظير بوټوپه واشنګټن کې د ژورنالستانو سره په خبرو کې وويل چې زه چې پاکستان ته لاړه شم هلته به دېموکراسي راولم، د افغانستان دولت مشر حامد کرزي به ملا تړم اود دواړو هېوادونو په پولو کې جګړه به د يو کال نه نيولې ترپنځلس مياشتو پورې ختمه وم. بيا يې دا ټکی ورزيات کړ چې د ډيورنډ کرښې موضوع به د افغانستان لوري سره حل کوم.

دغه بهرني پوځونه چې اوس په افغانستان اوعراق کې پراته دي ديوګوسلاويا دولت دمځکې مساحت اونفوس يي ترافغانستان ډېر لږ ول، وروسته د ډېرو بمباريو،مرګ ـ ژوبلو اوپراخه ړنګونو څخه په پنځو وړو دولتونو وويشلو چې د ځينو نفوس يي ديو مېليون وګړوڅخه نه اوړي. نيږدې يوه مياشت دمخه د آمريکا کنګرس وپتيئله چې عراق دې په دريو برخو(شيه ګان دې يوې خواته،سنيان بلې خواته اوکردان بلې خواته) ووېشل شي،خو په اوس وخت کې عراقيانو ددې هېواد د وېش په اړوند عکس العمل وښودلو او خبره په دغه نازک اوحساس وخت کې لږ غلي شوله. کيداي شي چې بيا کله چې وړشرايط جوړکړې بيا دا موضوع راپورته او له سره ژوندۍ کړي.

څرګنده ده چې افغانستان ته ددوی پوځونه راغلي دي،دلته يې پانګه اچونه پيل کړيده،ددې پانګې اچونې اوسرتېرو دزيارونو  اوزحمتونو محصولات به اخلي. دا چې دغه محصولات دوی ته په کومو لارو،وسيلو اوطزيقو په لاس ورتلای شي، هغه ټولې به خامخا دوی کاروي.

اوس چي افغانستان په داسې حالت کې قرارلري چې په زرونو بهرني پوځونه دډېرو مډرنو وسلو سره پراته دي او داسې حالات دي چې ښاغلی کرزی ووايي چې زه طالبانو د مشر ملا عمر اواسلامي ګوند مشر انجنرګلبدين حکمتيار  سره خبرو کېناستو ته حاضر يم، څو ورځې وروسته بيا  په افغانستان کې پراته د ناټو او امريکا پوځونو قوماندانان طالبان په څلورو ډلو وېشي اود هغوي څخه ديوې ډلې سره د خبرو کولو امکان بولي، نو د ډيورنډ کرښې په اړه خبرې کول به هم ددوی د ګټو تآمينولو په هنداره کې کتل کيږي.

 دلته يوې خبرې ته دټولو پام اړول پکار دي، دا به هرچا اوريدلي وي چې افغانان کرايه کيدای شي،خو خرڅيږي نه. د ډيورنډ کرښې په اړه بې له دې حل لارې څخه چې د ډيورنډ کرښې هغې خوا برخه بېرته د افغانستان سره وتړي يا هم هغه دافغانستان اوپاکستان تر منځ د يو آزاد اوخپلواکه دولت په څېر ومنل شي،ددې څخه بل ډول فيصلې به د بهرنيو دډالرو او برچو په زورد لنډې مودې فيصله وي خو په هېڅ ډول به د ټولو لرو اوبرو افغانانو لپاره د منلو وړ نه وي.

په پاي کې دټولو افغاني پوهانو اوپه وطن مينانو ولسونو پام په دې حساس وخت کې د ډيورنډ کرښې مسئلې ته را اړول غواړم چې په ليکنو او غونډو کې د  ولس توجه دغې سترې ازموينې ته جلب کړي تر څو که خداي پاک کول ددې دروند پېټي مسؤليت زموږ د اوسني نسل پر غاړو ونه لويږي. له بلي ډيوې په مننه  Larawbar.com@gmail.com

د اکتوبر مياشتې شلمه ۲۰۰۷کال
سورګل تڼي –

.