کور / طنز / دحاضرۍ وزارت

دحاضرۍ وزارت

طنز

دسهار څه کم اته بجې ښار ته روان وم دموټروپه یو تمځای کي چي زموږ دسوارلۍ موټر اهیسته شو یوسپین ږیري چي دریشي یي په تن سره نیک ټایي یي تر غاړه اوقرقولي یي په سروه دروازه یي راخلاصه کړه.

د شا په سیټ کي زمارتر څنګ کښيناست اوپه موټر چلونکې يې غږ کړ

برواستاد برو که سرم سخت ناوخت شده

موټر روان شو نوي راختلي سړي داسي ژر، ژر ساعت ته کتل لکه دپشلمي چي پرې ناوخته وي موټرچلونکې ورڅخه پوښتنه وکړه

کجامیري کاکاجان

سپين ږېري ویل

وزارت میرم بچیم مامورهستم،ازهشت بجه که کسي دیر بیاید غیرحاضرش میکند.

ددې خبري په اوریدو مي زړه ډیر ښه شو شکرمې ویوست او خوښ شوم چې دخدای فضل دی دادی زموږ له خلګو سره هم وخت ارزښت وموند،یاره که خدای کول داسي تکړه مامورین چي ولرو ډیر ژربه ملک ګل ګلزار شي.

وزارت ته نږ دي دمو ټرو دګڼي ګو ڼي له امله لار بنده وه مامورصیب کښته شو پلی یي مخ په وزارت په منډو پیل وکړ،ګړندی په خلګو کي تاوېده،را تاویده یو، یو واربه یي سره نیک ټایي دشاله خوا داوږو په برابر داسي ښکاره شوه لکه له ستړیا چي یي ژبه راویستلي وي .

څوشېبې وروسته موله سترګوفناشو په همدي وزارت کي زماهم یو دوه تنه ملګرو کار کاوو لس بجې خواو شامي ورته زړه نازړه زنګ وواهه،داسي نه چي له کاره یي وباسم دوی چي په دي وپوهیدل چي زه په کابل کي یم راته شله شول چي خامخا وزارت ته راشه دلته به سره وګورو. ماهم ښه وګڼله چي ته راځه یاره د نیني به يې د نورومامورینو خوارانولا څه حال وي .

بلي ټکسي ته مي بیا شپږ شلي افغانۍ ورکړې دوزارت تر مخي یي راورسولم هغه وو چي له سختي تالاشئ وروسته دملګرو دفتر ته ورسیدم زه میلمه وم ملګري راته خپله چوکۍ خوشي کړه او په سخت ټنګار یي دمیز شاته په خپله چوکۍ کښینولم مخته مي دده کمپیوټر ایښی وو چي ورته ومي کتل په سکرین یي تیاره د پربازۍ (قیطه بازي) لوبه پرانیستې پاته وه چې بیچاره زماله راتګه سره نیمګړي پرېیښي وه که یوڅه وخت لازه نه وای راغلی لوبه دده په ګټه پای ته رسېده،زماپه خواکې یوبل تن ددوی ملګری ناست وو په کمپیو تر کي سخت بوخت معلومیدی موږ ته چای راغی ده بیچاره چای هم د بوختیا له کبله ونه څیښل یو یو وار به یي لاندي شونډ هم په خوله کي ونېوه سر به یي ورسره کوږ کړ اه اه اه واه بیشکه او کله کله به یي اوږ ده ساواخسته چورت به یي خراب شو زه هم ورته حیران وم چي یاره ددي بیچاره څونه سخته دنده دی خوسر نه شي پورته کولای

وروسته چي راته څرګنده شوه ده هم په کمپیوټر یي ګیم کاوو،هغه بل له هغه سره راغږ کړ:

بیادر تاحرف( د ) رساندمش

ملګرو ورغږ کړ:

بي شک ولا، بسیار خوب ، دا بیا لګیاوو دسندرو یو کلیکسون یي جوړول تراوسه یي ټولي هغه هندي سندري له انټرنیټه ډانلوډ کړي وي چي په الف، ب، ت،…….. پیل کیدلې اوس یي هغه دی تازه د (د) توري ته رسولی وې

دځوانو مامورینو بوختیا ته په سخت سوچ کي ډوب وم چي دخوب خرا مي پام بل لورته واړاوو هغه سهارنی مامور ګورم چي سره نیک ټایي یي په میز ورته غځیدلي قرقولي یي ترتندي لاندي په چوکۍ کي ناست سر یي په میز ایښی او ښه په مزه ویده دی،پیاله مي کیښوده له ملګرو سره مي مخه ښه وکړه ډیر خواشینی راووتم

په سالون کي راروان یم ګورم چي یوه ښځه ولاړه ده او دیو دفتر په دروازه کي ناري وهي،بیا دروازې ته ټک ورکړې په زوره يې وډبوې خو له هغي خو اڅه غبرګون نه ښکاري دښځي چي ماته را فکر شو مخته راغله اوپه وارخطایي یي راته وویل .

بیادرجان،بیادرجان شماخو قدبلند هستي نمي دانم که اي دختر خود کشي کده یا چي بلا هیچ درکش معلوم نمیشه اګرلطف کني وازطرف کرکین بالاشوي بیبین که چه بلا سرش نازل شده

زه هم لیږ وارخطاغوندي شوم خوبیاهم دانسان دمرګ اوژوند خبره وه پایڅې مي راپورته کړي واسکټ مي وکیښ

دکړکیني په اوسپنیز سیخ پوري مي لاسو نه ونیول ورهسک شوم ځان مي تکیه کړ غبرګ لاسونه مي دلپي په څیر دسترګو او هنداري ترمنځ ونیول دفتر ته چي مي وکتل نجلۍ دخدای په فضل کمپله پیداکړي وه او دمیزونو په منځ کي ښه غرقه ویده وه

له کړکیني مي را ترپ کړل هغه وارخطا ښځه مي په اشاره او ورو اواز وپوهوله چي غږ لره مه نجلۍ ښه په مزه ویده ده کمپله یي هم پیدا کړي ده انشاالله یخ به یي نه کیږي خو ګوره خورې کله چي رسمیت ختم شول ویده یي پرینږ دي ښه ده چي بیګا ته کورته لاړه شي اوسبا چي بیر ته له کوره راځي دوزارت په دروازه کي حاضري لاسلیک کړي په وزارتونواو دفترونو کي سي څه شی موهیم دي هغه حاضري ګاني دي.