د درانه نوري صاحب په غم کي ځان شريک ګڼم
د درانه نوري صاحب په غم کي ځان شريک ګڼم
په ډيره خواشيني مي د ګران ملګري نوري صاحب د ځوانيمرګ ورور، وراره او موټروان د شهادت خبر تر لاسه کړ چي په اوريدو مي سخت تکان وخوړ، هغه کوچنيان چي د نيکمرغه اختر لپاره به يې روژې هره شيبه حسابول اوس به د غم او کړاو ډکي ورځي شپې د ژوند تر پايه تيروي.
د افغانان اولس په برخه رسيدلي غمونه دي، چي هره لحظه او هره شيبه به داسي دردونکى خبر اورې چي هغه بل دي هېر سي تر کله به ﻻ وژل کيږو، تر کله به مو کوچنيان اوښځي د غم او وحشت په ګرداب کي ډوب وي، يا الله ددې معصومو شهيدانو د مور او پلار، لور او زوى، خور او ورور زړونو ته وګوره او نور ددې زوريدلي افغان اولس په ځانګړي توګه د نوري صاحب د ورور، وراره او ددوى د شهيد سوې موټر چلوونکي کورنۍ ته دخوښۍ ژوند ورپه برخه کړه.
وشهيدانو ته دي الله ج جنت فردوس او کورنيو ته دي الله جميل صبر ورپه نصيب کړي.
سيداحمد قانع
نارنج خپرندويه ټولنه- کندهار