کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه :ملکي تلفات لږ او هدفي وژني ډيري سويدي

ملګري ملتونه :ملکي تلفات لږ او هدفي وژني ډيري سويدي

پنجشنبه-۹۱-۵-۱۹ 12-08-09
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر پرون په افغانستان کې د ولسي خلکو مرګ ژوبلې د پینځلس سلنې ۱۵٪ کموالي خبرورکړ.

په دې رپوټ کې،چې د روان لمریز کال د لومړنیو شپږو میاشتو په اړه دی، ویل شويدي، چې تر ۸۰٪ اتیاسلنې پورې دا مرګ ژوبله د حکومت د وسله والو مخالفینو لخوا رامنځته شوې ده. د راپور پربنسټ، د ولسي خلکو مرګ ژوبله په ټولیز ډول ۱۵٪سلنه کمه شوې ده، خو هدفي وژنې په سلو کې ۵۳٪ درې پنځوس سلنه ډېرې شوي دي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشر جیمز دارهیر د ملکي تلفاتو په اړه د دې ادارې د اوم کلني رپوټ د وړاندې کولو پرمهال وویل: تراوسه په بیلا، بیلو پیښو کې ۳۰۹۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د ده په وینا په جګړه کې ټول (۱۱۴۵تنه) وژل شوي او ۱۹۵۴تنه ټپیان دي.

د راپور پربنسټ ولسي مرګ ژوبله په ټولیز ډول ۱۵سلنه کمه شوې، خو هدفي وژنې په سلو کې درې پنځوس سلنه ډېرې شويدي.

رپوټ وایي، چې ولسي وژنو کې د ماشومانو او ښځو برخه د تیر کال په پرتله یو سلنه ډېرشوې ده.

ښځې او ماشومان د تیرو شپږو میاشتو په موده کي د ولسي وژنو دېرش سلنه جوړوي او شمیر یې په رپوټ کې ۹۲۵ تنه ښودل شوې دي.

یوناما د دولت وسله وال مخالفین د ولسي خلکو د تلفاتو د اتیا سلنه برخې مسئول ګڼلی او ویلي یې دي، چې شاوخوا ۸۲۲ تنه یې وژلي او ۱۵۹۳تنه نور یې ټپیان کړي دي.

ځانمرګي بریدونه او د سړک غاړې ماین چاودنې د وسله والو طالبانو لخوا د ولسي وژنو د پیښو لامل ښودل شوی او تور پرې پورې شوی دي، چې دا وژنې په هدفي یانې پلان شوي ډول کوي.

ملګرو ملتونو د بهرنیو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې ولسي مرګ، ژوبله کمه شوې ګڼلې او ویلي یې دي، چې دا عملیات د ۸۳ تنو له وژل کیدو او ۴۶ تنو له ټپي کیدو سره د تیرکال د شپږو میاشتو په پرتله درویشت سلنه کموالی ښيي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال وویل: د دولت وسله والو مخالفینو په تیرو شپږو میاشتو کې پر ۳۴ ښوونځیو بریدونه کړي دي.

د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ یې پر روغې جوړی ټینګار وکړ او ویې ویل، یوناما هم په دې برخه کې مرستې ته تیاره ده.

وسله والو طالبانو مخکې داسې رپوټونه ډېرځله یواړخیز ګڼلي او رد کړي هم دي، خو د دې رپوټ په اړه یې تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.