کور / هراړخیز / زه نن د خپل ژوند تر ټولو ستره چیغه وهم!!!

زه نن د خپل ژوند تر ټولو ستره چیغه وهم!!!

((د پیاوړي روح الله نېکپا اتلولي او د جانان افغانستان بریا مو مبارک شه!!!))


زه د خپل ستر خالق څخه مننه کوم، چې زما او د نېکپا د نورو وروڼو د اخلاص د دعا چیغې ته یې د خپل مهربان دربار د قبول ور پرانیست او همدا لږ شېبه مخکې یې د نېکپا د نیکې ارادې په زور د ځمکې کره د افغانستان د عظمت او ملي وحدت شاهده وګرځوله.


زما ایمان دی چې همدا شېبه رما د زړه د تکانونو موسیقۍ ته ټول کاینات غوږ-غوږ دي.


همدا ګړی د ځمکې د مخ څه د پاسه اووه میلیارډه نفوس فرد-فرد زما د احساساتو سمفوني اوري.


همدا لحظه د دنیا د جنتونو هر اوسېدونکي زما د دوزخي وطن نېکپا او د نېکپا هر دوزخي هموطن ته د تعجب ګوتې چیچې، هغوی دې ارادې، دې لویوالي، دې بریا او دې بیساري شان ته هک حیران دي.


زه دا شکر څنګه ادا کړم چې نن د لویې برتانیې په غېږ کې زما نېکپا، زما افغان او زما افغانستان د لیلته القدر د نور غوندې وځلېد.


نېکپا! زما عزت! زما عظمت! زما ویاړ او زما د ملی وحدت علامت!


نن د دنیا هیڅ استخبارات، هیڅ منافقت، هیڅ شیطانت او هیڅ سیاست زما نېکپا زما څخه نشي اخیستلای.


نن زما د وطن نتلې، اسکیرلې او په بې شمېره خواریو خواره مور، زما په ورور، زما په نېکپا ناز کوي، او په خپلو شکېدلو جامو کې له خوشالۍ څخه نه ځايېږي.


زما نېکپا، زما د وطن د مور ځواکمن زوی زموږ د مور د شېدو د تقدس حقانیت ثابت کړ.


یا افتخار!


زما نېکپا زما د وطن د مور د زامنو تر منځ ټولې د تربګنیو هغه عارضې کرښې ړنګې کړې، چې زموږ مور عمرونه، عمرونه د افسوس اوښکې پر تويي کړې وې، د دې کرښو ورانېده تر اوسه د هیچا د توان خبره نه وه، دا خو یوازې زما نېکپا و، چې یو ځل بیا یې د خپلې مور د زامنو تر منځ د پیوستون او ورورګلوۍ عجایب نمایش ته جلوه ورکړه.



اې د نېکپا د مور زامنو!


د خپل قهرمان ورور پر پلونو پل کښېږدئ، د خپلې مور عفت وساتئ، د خدای جنت وطن مو، چې په جهنم اړولی و، یو ځل بیا یې د خپلې مور د دعا په برکت او د نېکپا د ارادې په همت په فردوس بدل کړئ!


زه نن د خپل ژوند تر ټولو ستره چیغه وهم !


((د پیاوړي روح الله نېکپا اتلولي او د جانان افغانستان بریا مو مبارک شه!))


د نېکپا د وطن د مور زوی



خوښ يې کړئ او ويې لېږئ