کور / هراړخیز / ددولت ددری ګونوقواوترمنځ مسابقه

ددولت ددری ګونوقواوترمنځ مسابقه

په کومو هیوادونودولتونو اونظامونو کی چی دحکومت ددری ګونو قواو تفکیک ومنل شی نو ورسره ورسره یی دندی اوواکونه هم معلوم شی اوهره قوه په پوره ایمانداری کوشش کوی چی خپلی دندی په پراخه نظر دټولنی په ګټه ترسره کړی اودهر ډول تبعیض اوسیاسی اهدافوپه غرض عامه مصالح اومنافع دشخصی ایډیالوژیکی ، ژبنی اوقومی مصالحو دترلاسه کولو لپاره ترښپولاندی نه کړی .

ګران لوستونکی هیوادوال روان حالات ګوری او تعقیبوی یی دهغه ورځی څخه چی په اصطلاح دافغانستان اساسی قانون خپل پړاونه ووهل اونافذ اعلان شو دجمهوری ریاست په ټولټاکنو ، پارلمانی ټاکنو اوولایتی ټاکنو کی ددولت ددری ګونو قواو ترمنځ اختلافات اوج ته ورسیدل او ان تردی چی دیوی اختصاصی محکمی پریکړی ته دوه توته اهمیت ورنه کړشو او هغه څه چی اجرایئه قوی غوښتل دټولو حقوقی اوقانونی موازینو په خلاف یی په خلکو ومنل اودالوبه روانه ده پارلمان خپل زور اذمائي قضا خپل او اجرائیه قوا خو ځکه میره ده چی پولیس، پوز او امنیت دده سره دی هر څه چی غواړی هغه کولی شی .

ګران لوستونکی اګا ه دی چی څوورځی دمخه دخلکو په کورکی دحکومت ددری ګونو قواو ترمنځ یوه غونډه وشوه او دافغانستان داسلامی جمهوری دولت محترم منتخب جمهور ریس ښاغلی کرزی وینا وکړه چی په کی دهغه منفی پدیدو دله منځه وړلولپاره خپل موقف په ډاګه کړ کوم چی یی افغانستان دتباهی او بربادۍ سره مخامخ کړی او په نړیواله سطح یی دمرسته کوونکو هیوادونو دچارواکو اندیښنی زیاتی کړی دی او دنوروکنفرانسونو په پریکړو سر بیره دتوکیو په کنفرانس کی ورباندی نهایی پریکړی وشوی چی دجناب کرزی حکومت به دغه منفی پدیدی له منځه وړی اوموږ به ورسره ددی کنفرانس دګډون کوونکو په پریکړو عمل کوو.

جناب کرزی ددغه پریکړو دعملی تحقق په غرض یوفرمان صادرکړ او دهری اداری ونډه اودنده په کی څرګنده شوه اودعملی کولو لپاره یی هم وخت اونیټه مالومه شوه .

دبده مرغه دلومړی ځل لپاره ددی فرمان په مخالفت دافغانستان دخلکو دکور څخه دمخالفت غږ پورته شو اوددی فرمان عملی کول یی دکتاتوری وګڼله په ترڅ کی ولسی جرګی غړو دخپل قانونی واک په رڼاکی دکورنیو اودفاع دچارو وزارتونو وزیران داستیضاح لپاره ولسی جرګی ته وغوښتل چی په نهایت کی یی سلب اعتماد کړل اودباوررائی ورڅخه په اکثریت واخستل اوددوی ددندو اجراکول یی نوردافغانستان دخلکو په ګټه ونه لیدل اوبی کفایته یی وبلل.

دجناب کرزی صیب مطبوعاتی دفتر اعلان وکړ چی په دی باب به د جمهوری ریاست په امنیتی غونډه کی تصمیم ونیول شی او دایی ومنله چی داکړنه دولسی جرګی دغړوقانونی واک دی.

دیکشنبی په ورځ دجمهوری ریاست په امنیتی غونډه کی پریکړه وشوه چی دغه دوه وزیران دی دعوض دټاکنی تروخته پوری خپلی دندی پرمخ بوزی اودچا رو په سالمو اجراتوکی یی ددوی دخدمتونو قدردانی وکړه سربیره پردی چی دوی ته ددوی دغوره خدمتونو دانجام دلمانځنی په غرض دولتی نښانونه ورکړشی او په دولتی مهمو پوستونو کی به ورته وظیفی ورکړشی الله تعالی دی نیک اومبارک کړی .

زه خو دقلم عفت ساتنه خپل ایمانی اووجدانی فرض ګڼم او په اصطلاح مکافات او مجازات دسرکاردنده ده چی چاته هرڅه ورکوی څوک یی مخه نه شی نیولی ولی دازوریدلی اوبی واکه ملت ددی خبری حق نه لری چی دخپلو منتخبو پارلمانی استاذو اوددولت دمنتخب جمهور ریس صیب څخه دخپل قناعت په خاطر دومره قدری وپوښتی چی دا څنګه کیدلی شی چی یوبام اودوه هوا ګانی چی دیوه ګرمی ونه شی اودبل یخنی ؟

دولسی جرګی غړی ورڅخه په بی کفایتی دباور رایی اخلی او جمهورریس یی دخدمتونو قدردانی اولمانځنه کوی ادوی ته دښو مقامونو دورکړی ژمنه کوی او په مډالونو اونښانویی لمانځی ؟

زه ددوی شخصیتونو ته درناوی لرم ولی دادملت حق ګڼم چی دادواړه دافغانستان ددردیدلی کړیدلی اودکرزی صیب په اصطلاح ټوک ټوک شوی ملت دمنتخبو ارګانونو مسولین ملت ته ځواب ورکړی چی ایادوی خپله ددی اهلیت نه لری چی په تصمیم نیونه کی دقیق شی اودیو افغان خدمتګار حیثیت جریحه دارنه کړی اودنړۍ په سطح یی ابرو توی نه شی اویا غیر اهل خلکوته په خپل وخت دباوردرائی ورکولو څخه ډډه وکړی اودرسوایی باعث یی نه شی ؟

که دادواړه وزیران په بی کفایتۍ تورن دی اود باور رایی ورڅخه اخستل کیږی اودولت دولسی جرګی استاذو داپریکړه ددوی حق ګڼی اوهمداسی ده نوبیا خوله یوی خوا دقدرت دخلا سوال په منځ کی نشته دی ځکه چی دادواړه وزارتونه معاونین لری کارونه به په مرمخ بیایی اودبلی خواقهط الرجالی خونه ده چی په افغانستان کی وزیر داخله اووزیر دفاع نه پیداکیږی دوی خواران خودی نور نه شرموی ستړی ستومانه دی چی یوڅو ورځی ارام وکړی چی له نیکه مرغه ددفاع وزیر خوځان بی غمه کړ.

اوکه داخبره سره ومنو چی دوی په بی کفایتۍ له دندوه څخه ګوښه شوی دی نوبیا خو دجناب کرزی صیب له خوا ددوی دخدمتونو قدردانی اوپه نښانو لمانځل اودلوړوپوستونو ورکول دتوکیو په کنفرانس کی نړیوالوته دسالمی اداری دجوړونی وعدی ورکول به متضادی خبری نه وی چی بیا هم کارغیراهل ته سپارل کیږی او په خپلو ژمنو باندی په نن او پرون کی وفانه کوی اوکارونه په مصلحت بنادی اودا مجبوردی چی داډول کارونه وکړی خپل دوه کاله پوره کړی .

په داسی حال کی چی ددری ګونوقواو ترمنځ داډول مسابقی روانی وی نواوس دملت خوښه ده چی څه کوی ؟

چه خوش ګفت لقمان که نازسبتن
به ازسالها برخطا نشین