یو افغان پولیس درې امریکایی پوځیان ووژل
رویټر په خپل تازه راپور کی وایی چی تیره شپه د هلمند ولایت په ساروان کلا کی یو افغان پولیس قوماندان هغه مهال پر امریکایی خاصو کوماندو ګانو ضربې وکړې او درې پوځیان یې ترې ووژل چی هغوی یې د امنیتی مسایلو لپاره دعوت کړي وو . دغه قوماندان په سنګین ولسوالۍ کی وظیفه لرله .
راپور وایی چی داسی ښکاری چی دغه نقشه قصدأ ورته جوړه سوې وه او قوماندان د خپلو نورو ملګرو سره تښتېدلی دی .
راپور زیاتوی چی سږ کال ۳۱ خارجی پوځیان د افغان عسکرو یا پولیسو لخوا وژل سوي دي .
راپور په پای کی وایی د کونړ په پرونۍ حمله کی هم درې وژل سوي امریکایان پوځی افسران او مهم اشخاص وو او څلورم یې لوړ رتبه ملکی افسر و .