ولسوال محموداڅګزی: دشورا غړي دمخالفينو سره لاس لري

د لراوبر اداره | اگست 10th, 2012


د تخته پول ولسوال: د ولسوالۍ شورا ځينې غړي له پولې پورې غاړلې له
مخالفينو سره لاس لري
د کندهار د تخته پل والسوال وايي چی د والسوالۍ د شورا ځينې غړي يې د
ډیورنډ پولې پورې خوا پراخې اړيکې لري.

والسوال محمود آڅکزي ترهغه وروسته پدې باب خبرې کولې، چې وايي پدې اړه
اسناد هم په لاس کې لري.

بايد وويل شي، چې د تخته پل والسوالۍ ۴۲ نفريزه شورا لري.

سره له دې چې د شورا اساسي دنده د والسوالۍ د پرمختيايې چارو په برخه کې
له سيمه ييزو مسئولينوسره مرسته ده.

خو د تخته پل والسوال محمود اڅکرزي لراوبرته وويل چې د والسوالۍ د
پرمختيآيي شورا ځينې غړي يې د مرستې پرځای، د دوی د کارونو په وړاندې
خنډونه جوړه وي.
نوموړي زياته کړه، چې له لويه سره د شوراځينې غړي د ډیورنډ پولې پورې خوا
د دولت له وسله والو مخالفينو سره اړيکې لري، او هغوی يې دې کار ته هڅوي.
دی وايي، د تخته پل د پرمختيايي شورا په غړو شاملو دغو کسانو پاکستاني
اتباعو ته د افغانستان د تابعت د تذکرو په جوړولو کې هم لوی لاس درلود.

ده زياته کړه ((دغوکسانو پاکستاني اتباعوته دتذکرو په جوړولوکې هم لاس
درلود ،زه پدې اړه اسنادهم لرم اوولايتي اداره مي په جريان کې کړې ))

والسوال وويل چې دى پدې برخه کې اسناد هم په لاس کې لري او هغه يې خپلو
ولايتي مسئولينو ته وړاندې کړې دي.

تردې وړاندي د کندهار د ځينو والسواليو شوراګانې له سره جوړي شوي، او د
تخته پل والسوال هم وايي چې غواړي د شورا پرغړو له سره کتنه وکړي.
ښاغلى اڅکزى وايي، دی نه پرېښودل کېږي، چې په خپله والسوالۍ کې د فساد مخ
ونيسي او هغه کسان قانون ته وسپاري چې د نورو حقوق يې طلف کړي.

تخته پل د کندهارنسبتآ وروسته پاتې والسوالي بلل کېږي، چې ځايي اوسېدونکي
يې پکې د ترسره شویو خدماتو څخه چندان خوښ ندي.

د دې والسوال وايي چي په تېر کې د دې والسوالي لپاره ځانګړي شوی کمکونه
هم تر شخصي جېبونو پوري تلل او حقداره خلکو ته ندي رسېدلي.

Copyright Larawbar 2007-2024