کور / هراړخیز / زمايي په څه ؟

زمايي په څه ؟

ټولنپوهان وايي انسان اجتماعي حیوان دی، منطقین يي ناطق حیوان بولي او ملایان بیاوايي انسان مدنی الاصله دی.


که لږورته نظرتیره کړو درې واړه اصطلاحات یوه معنالري.


انسان په اجتماع کي اوسي، یوبل سره داړیکوټینګولواوپوهولولپاره د نطق له قوې کاراخلي او په ذات کي يي د مدنیت یعني همغاړیتوب خټه اخښل سوي ده .


انسان داسي نه دی لکه بې عقله حیوان. انسان هم د خپل نس د مړولوهڅه کوي هم د نورو.


انسان په اجتماع کي اوسي او خپلي چاري يي سره ویشلي دي.


څوک غنم کري، څوک يي اوړه کوي، څوک له پنمبودانوڅخه غوړي باسي او څوک يي بیا له پمبو ټوکران جوړوي، څوک پسونه پیایي څوک يي حلالوي او غوښي يي ویشي.


که هره برخه خواره سي چامعه خواریږي او دانسان ژوند له مشکلاتوسره مخامخ کیږي.


که د یوي کوڅي بريښناقطع سي او یاد یوه محل د پاکو اوبونل سوری سي، او یایي په کلي يي کثافات جمع سي نوټول متضررکیږي او دټولو دنده چي حل حلا لاره ورته راوباسي.لږترلږه داخوپرټولوپورده چي د ښاروالۍ دانجمن لپاره له خپله محله اهل، پاک او کارنده سړي ته رایه ورکړي ترڅوضرورتونه يي وررفع کړي.


ترڅوچي اجتماعي حس ژوندی وي ، څوک نسي ویلای : زمايي په څه ؟


شیخ سعدي وايي:


بنی ادم اعضای یکدیګرند ـــ که درافرینش زیک ګوهرند


چوعضوبه درد آورد روزګارـــ دګرعضورهارانماند قرار


توکزمحنت دیګران بي غمي ــــ نشاید که نامت دهند آدمي


په اجتماع  کي د اوسیدونکو انسانانو ترمنځ وصل اجتماعي ښیګڼي او عمومي مصالح له ځان سره لري او فصل ټولنه بدبخته کوي.


که د ټولني ټول غړي ځان په ټولنه کي وګوري او خپل مصالح له عمومي مصالحو سره همغاړي کړي نو هم به افراد ښیرازه وي او هم جامعه.


که هرڅوک خپل د کوردننه هم پاک وساتي او د کورمخ هم له کثافاتو پاک کړي نوپه حقیقت کي ټولو د ټولني په صفايي کي ونډه اخیستي ده.


د انسان سترګي ، غوږونه اوژبه له نورو حیواناتو له دغو حواسو سره ډیرتوپیرلري، انسان باید له ماوراء الاجسام څخه په هاخوا نور شیان هم وګوري واوري او دویلو توان يي ولري.


که زه له کوردباندي هرڅه په سمه توګه وګورم او واورم ، نو غل ، وژونکی ، فاسد او د ټولني خرابونکی پیژنم او که ته هم داسي وکړي نو ټولنه  په ګډه د دغسي اشرارو له شره پاکه وای سو .


که موږ خپلي سترګي تش د حیوانانو غوندي چي واښه ، اوبه او پلوړ ورباندی ښه لیدای سي د خپلوفردي ګټو د ترلاسه کولو لپاره وکاروو او غوږونه هم نو په حقیقت کي مو  مشترک منافع او مناقص له نظره غورځولي دي.


خوشال خان خو ښه وايي:


وخورې ، څملې، پاڅې نه دي فکرنه دي ذکر


ته خوسړی نه يی داخویونه حیواني دي


که زه ستا له کوره غلاکونکي غل وګورم او ته زما، نو په حقیقت کی مو دواړه کوره له غلو خوندي کړي دي.


خو که زه خپل د بام واره ستاپربام واچوم او ته زما، نو هم به زمابام ترواوره لاندی وي هم ستا.


د انساني افرادو مجمع ته جامعه وايي خو د حیواناتو ټولۍ رمه باله سي، دا ځکه چي انسانان د شعور له مخي له یوبل سره اوسي اوخپل شخصي منافع په اجتماعي منافعو کي ګوري.


د یوې واقعي انساني ټولني افراد په ټولنه کي ټول مصالح او مفاسد ویني او سره بیلوي يي.


غدر، غلا، چور، رشوت ، قتل او ظلم حسوي او رشوت خور مامور له پاک او کارنده مامورسره جلاکوي.


هغه څوک چی ټولني ته خدمت کوي له هغه سره نه برابروي چي عملونه يي د ټولني په ضرروي.


هو! هلته سترګي او غوږونه په ریښتینی معنی کارکوي اوژبي هم په هغو خلګو پسي چلیږي چي ټولنه له بربادۍ سره مخامخ کوي.


هلته دانه وي چي : زمايي په څه ؟


هلته ټول د حمید په څیرپه دې عقیده وي چي:


که دي نه کړ په نیکیو ننګ ونام لوړ


په دوه چومه دي د خټومه شه بام لوړ.